د لاس رسي وړ اتصالات

مقر کې بند مسافر وايي، د خوراکي موادو له کمښت سره مخ شوي


د کابل ـ کندهار د لوی لارې پر سر د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې بند پاتې موټر چلونکي وايي، که دولت د یادې لارې خلاصولو غم ونه خوري پر دغه لار بند پاتې مسافر به له لوی بشري ناورین سره مخ شي.

له سیمې دوو تنو موټر چلوونکو د جمعې په ورځ د «کب پر دریمه» امریکا غږ ته وویل چې له تېرو شپږو ورځو په مقر ولسوالۍ کې بند پاتې کسان تر شنه اسمان لاندې په سړې هوا کې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ شوي دي.

پر دغه لار د بند پاتې موتر چلوونکو له ډلې رحمت شاه احمدزي امریکا غږ ته وویل چې، په بند پاتې کسانو کې مېرمنې، ماشومان او عمر خوړلي کسان هم شامل دي.

هغه وویل:"بېګا ته مو شپږمه شپه ده چې لاره بنده شوې ده،زما سره خپله د ډېزلو ټانګر دی بس قرار ولاړ یو، هېڅ شی هم نشته، بازار راڅخه شپږ کېلومتره لیری دی،هېڅ څوک مو پښتنه نه کوي، موږ غواړو چې دغه لار ژر خلاصه شي."

یو بل موټر چلونکي‌ رحمت الله هم امریکا غږ ته وویل چې په دې شپږو ورځو کې هېڅ داسې څوک نه دی پیدا شوی چې خپل مشکل ورسره شریک کړو.

د غزني مقر کې بند پاتې موټرونه
د غزني مقر کې بند پاتې موټرونه

د یادونې وړده چې له تېرو شپږو ورځو د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکو د یو اعتراض په ډول د کابل ـ کندهار لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

دوی غوښتنه کوي چې د مقر ولسوالي دي ولایت شي.

پر همدې مهال د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، چې د لارې د بېرته خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دوی د قومي مشرانو او رسمي مراجعو له لارې هڅه کړې چې دغه لار بېرته د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې اعتراض کوونکو پرون او نن د دغه لارې خلاصولو ژمنه کړې وه چې تر دا مهاله یې لا نه ده خلاصه کړې.

هغه وویل چې که اعتراض کوونکي لار خلاصه نه کړي دوی به یې په زور سره خلاصه کړي.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري

نوري‌ وویل: "نن هم د دوی د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي،نو وبه ګورو چې دوی کومې پایلې ته رسېږي، که چیرې دوی لاره خلاصه نه کړي موږ مجبوره یو چې له قهریه قوې څخه کار اخلو او دغه لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړو."

خو زیاتوي چې یو شمېر کړۍ د خپلو شخصي ګټو تر لاسه کولو لپاره خلک هڅه يي چې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG