د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال رازق: د کندهار مشرانو ته ځواب وایم نه کابل ته


د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

د کندهار د امنیه قوماندان وایي مرکزي حکومت انتخابي ندی او د خلکو د مشورې په بنسټ جوړ شوی او د کندهار د امنیه قوماندانۍ له مقام نه "هغه نشي گوښه" کولای.

د افغانستان د قوانینو له مخې، مرکزي حکومت صلاحیت لري چې والیان او د ولایتونو امنیه قوماندانان وټاکي او یا له کاره گوښه کړي.

جنرال عبدالرازق د امریکا غږ اشنا رادیو د خبریال عزیز پوپل سره په مرکه کې وویل "زه د کندهار د خلکو په غوښتنه په دغه مقام ټاکل شوی یم او د هغوی په وړاندې ځوابگویه یم."

ښاغلي رازق ټینگار وکړ که په دې پوه شي چې د کندهار د امنیه قوماندانۍ نه یې گوښه کیدل "سوله رامنځ ته کوي او د طالبانو د راتگ سبب کیږي" حاضر دی چې ددې مقام نه گوښه شي.

جنرال عبدالرازق د سه شنبې په شپه ادعا وکړه چې "په مرکزي حکومت کې ځنی عناصر غواړي د کندهار او بلخ په شان ولایتونو نه د یو شمیر افرادو په لرې کولو سره، ناپاک کسان دلته وټاکي چې ناامني زیاته شي، انتخابالت ونه شي او خلک ساه ونه باسي".

د ښاغلي رازق دغه دریځ د کابل او بلخ ترمنځ د کړکیچ وروسته نیول کیږي چې مرکزي حکومت د بلخ له ولایت نه ظحمد عطا نور گوښه کړی او پر ځای بل شخص ټاکلی دی.

د امریکا غږ د خبریال عزیز الله پوپل سره د جنرال عبدالرازق مرکه دلته اوریدای شئ:

رازق: حکومت زما د لرې کولو حق نلري
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:55 0:00

په یو نوي غبرگون کې ښاغلی نور د شنبې په ورځ د بلخ ولایت مقام ته لاړ او پر خپل مقام یې ټینگار وکړ او وویل چې هیڅ مقام نشي کولای چې هغه گوښه کړي.

د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال رازق د ښاغلي نور سره هر ډول مالي ارتباط درلودل رد کړل او وویل چې "د ٢٠٠٩ او ٢٠١۴ کلونو د انتخاباتي دورې په ترڅ کې د ښاغلي نور څرگندونې وگورئ چې څومره یې پر ما باندې انتقادونه کړي دي.

ښاغلي رازق وویل هغه د ښاغلي نور "دوست" دی او دواړه د افغانستان د مخالفانو سره مخامخ دي او "چاته په دې هیواد کې د ورانکاریو اجازه نه ورکوي".

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG