د لاس رسي وړ اتصالات

اسدالله خالد: داعش او طالبان جلا نه دي


د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، د "پاکستان په ګډون هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د جګړې لپاره له تروریستي ډلو څخه ملاتړ کوي" باید پوه شي چې تروریزم پوله نه لري او دا اور به د هغوی لمنې ته هم ورسېږي.

ښاغلي خالد له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د اسلامي دولت په نوم د داعش ډله او طالبان له یو بله جلا نه دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست په دې اړه چې آیا روسیه او ایران له طالبانو څخه ملاتړ کوي.؟ وویل: "تروریزم حد او پوله نه لري، که ځینې کسان له داعش سره د دښمنۍ لپاره دا کار کوي، یا د داعش په مقابل کې له طالبانو څخه استفاده کوي، خو د ورځې په پای کې موږ د داعش او طالبانو ترمنځ جلاوالی نه وینو".

د ښاغلي خالد پر وینا، که په سیمه کې کوم هیواد له طالبانو څخه، چې پر وینا یې "د تروریزم مور ده" ملاتړ کوي، نو لویه اشتباه کوي.

د دفاع سرپرست وزیر په دې اړه چې آیا طالبان له روسیې او ایران څخه نظامي مرستې ترلاسه کوي او که نه؟ په څرګند ډول څه و نه ویل، خو زیاته یې کړه، چې د دوی ترمنځ اړیکې شته دي او دا مسله د روسیې او ایران له خوا هم تائید شوې ده.

له دې وړاندې ځینو امریکايي چارواکو ادعا کړې وه، چې روسیه له طالبانو څخه نظامي ملاتړ کوي.

همدا شان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو تازه راپور کې وویل، چې القاعده د ایران په ملاتړ افغانستان ته جنګیالي استوي.

XS
SM
MD
LG