د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د جګړې د ختم دپاره د طالبانو په نیت شک لري


خلیلزاد د افغانستان د مختلفو قشرونو سره لیدنه د پنجشنبې په ورځ وکړه.
خلیلزاد د افغانستان د مختلفو قشرونو سره لیدنه د پنجشنبې په ورځ وکړه.

د امریکا د سولې استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ (دسمبر۲۰) د أفغانستان د اوولس کلنې جګړې د ختمولو په اړوند د طالبانو په نیت شک څرګند کړ.

خلیلزاد دا خبر د طالبانو د هغه حرکت وروسته وکړه چې په اماراتوکې يي د أفغانستان د حکومت هیات سره د خبرو کولو ډډه وکړه. ښاغلي خلیلزاد د اریانانیوز محلي تلویزون سره مرکه کې وویل چې أفغان حکومت غوښتل چې د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي خو واي آیا طالبان په رشتیا ریښتنې سوله کول غواړي که نه؟ هغه وویل اوس دیته منتظر دی چې طالبان به لدې وروسته څه ډول اقدامات کوي.

تردی مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د متحده عربي اماراتو له سفر وروسته کابل ته رسیدلی او له افغان چارواکو سره یې د ابوظبۍ د غونډو په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، چې په کابل کې یې له جمهور رئیس محمداشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال، د ابوظبۍ د غونډو او په افغانستان کې د سولې د راتلونکو مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، چې دی به نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د مدني ټولنې او ځوانانو له استازو، د سیاسي ګوندونو له رهبرانو او نورو ښکیلو اړخونو سره هم لیدنې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره د دوه ورځنیو بحثونو په پای کې د افغانستان د سولې په تړاو خپلې خبرې ډېرې ګټورې بللي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د افغان سولې په تړاو په دغو مذاکراتو کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان استازو هم ګډون درلود.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې د افغانستان د سولې په تړاو روان بحثونه وضاحت ته اړتیا لري.

​هغه پر خپل ټویټر لیکلي "د افغانستان خلک د تلپاتې سولې غوښتونکي دي، د یوې داسې بیړنۍ معاملې غوښتونکي نه دي چې په کې زموږ قُربانۍ په پام کې و نه نیول شي".

ښاغلي محب زیاته کړې، چې د سولې خبرې استراتیژیک زغم، استقامت او شجاعت ته اړتیا لري.

د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او هیڅ شخص یا هیواد د سیاسي تقسیم‌بندیو په ګډون د نويو حکومتي جوړښتونو په اړه، چې پر وینا یې د افغانستان اساسي قانون نقضوي، د پریکړې حق نه لري.

ښاغلي محب ویلي، چې د افغانستان د منتخب حکومت لپاره بل بدیل نشته او د دغه هیواد د راتلونکي په اړه منتخب افغان مشران او ولس د پریکړې صلاحیت لري.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د سولې په روانو خبرو کې به د افغانستان د خلکو پر "قُربانیو" معامله ونشي.

لا تر اوسه معلومه نه ده، چې د ښاغلي محب د خبرو مخاطب څوک دي.

خو طالبانو تیره ورځ په یو بیان کې ویلي، چې د ابوظبۍ په غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، پر ملکي خلکو د بمباریو ودرولو او له بندیانو سره د انساني چلند او د هغوی د خلاصون غوښتنه مطرح شوې، چې ورباندي به غور وشي.

بیان کې راغلي، چې په دغو مذاکراتو کې د موقت حکومت، انتخاباتو او نورو کورنیو مسائلو په اړه خبرې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG