د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د بهرنیو استادانو د خوشې کولو لپاره بیا کابل ته راغلی


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام‌آباد ته له سفر وروسته بېرته کابل ته ستون شوی او له افغان چارواکو سره یې د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې امریکا غږ ته وویل، ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو، چې له حقاني شبکې سره یرغمل دي، د بېرته خوشې کولو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

طالبانو د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان، چې یو يې امریکايي او بل یې اسټرالیايي دی، په کابل کې وتښتول، چې لا هم د دغې ډلې په یرغمل کې دي.

یو شمیر کورنیو رسنیو طالبانو ته د نږدې سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دغې ډلې د بهرنیو استادانو په بدل کې د انس حقاني او حافظ رشید په ګډون د لسګونو طالبانو، چې د افغان حکومت په بند کې دي، د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سې‌شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې، د انس حقاني په بدل کې د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په اړه راپورونه رد کړل او وې ویل، چې تر اوسه په دې تړاو بحثونه نه دي شوي.

خو ښاغلي محب زیاته کړه، چې زلمي خلیلزاد د دغو استادانو د بېرته خوشې کولو په برخه کې له افغان حکومت څخه د همکاریو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي محب وویل، افغان حکومت د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو لپاره همکاریو ته حاضر دی.

له دې وړاندې ښاغلي خلیلزاد په اسلام‌آباد کې هم له طالب استازو سره د دغو دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG