د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله اکسفورډ ته ځي


پر ۲۰ کلنې ملالې یوسفزۍ شاوخوا درې کاله مخکې په خیبرپښتونخوا کې وسله والو طالبانو برید وکړ
پر ۲۰ کلنې ملالې یوسفزۍ شاوخوا درې کاله مخکې په خیبرپښتونخوا کې وسله والو طالبانو برید وکړ

د خیبرپښتونخوا ملاله یوسفزۍ د نړۍ په مشهور پوهنتون اکسفورډ کې درس پيلوي.

هغې په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د اکسفورډ په پوهنتون کې ورته داخله ورکړل شوې چې فلسفه، سیاست او اقتصاد به په کې ولولي.

ملاله سږکال په برتانیا کې له ښوونځي فارغه شوه. هغې په خپل ټویټر کې لیکلي دي "اکسفورډ ته په ورتلو ډېره خوشحاله یم!! افرین- اول نومره ګانو. سخت کال و. ښه اینده درته غواړم".

ځینو نړیوالو مشهورو سیاستوالو هم د اکسفورډ په پوهنتون کې درسونه ویلي دي. د برتانیا مخکنی صدراعظم ډیویډ کامیرون او د پاکستان مخکنۍ صدراعظمه بينظیر بوټو هم له دغه پوهنتون څخه فارغ شوي دي.

پر ۲۰ کلنې ملالې یوسفزۍ شاوخوا درې کاله مخکې وسله والو طالبانو په خیبرپښتونخوا کې برید وکړ چې په سر او لاس ژوبله شوه، هغه بیا برتانیا ته د درملنې لپاره واستول شوه.

ملالې هغه مهال رسنیو ته په مستعار نوم خپل یادښتونه لیکل. هغه اوس د ماشومانو د تعلیم د برخې سفیره او فعاله ده. ټاکل شوې چې ملاله به را روان سمستر خپل درسونه پیلوي.

ملالې یوسفزۍ له همدغه برید وروسته نړیوال شهرت وموند او د ملګرو ملتونو د تعلیم د برخې تر ټولو ځوانه سفیره هم وټاکل شوه. ملالې په ۲۰۱۴ کال کې د نوبل نړیواله جایزه هم وګټله.

XS
SM
MD
LG