د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله یوسفزۍ ته د کاناډا افتخاري تابیعت ورکړ شو


د کاناډا لیبرال صدراعظم جستن ترودو پخپله ملاله یوسفزۍ ته د افتخاري تابیعت سند ورکړ
د کاناډا لیبرال صدراعظم جستن ترودو پخپله ملاله یوسفزۍ ته د افتخاري تابیعت سند ورکړ

پاکستانۍ فعاله او د نوبل د جایزې گټونکې ملاله یوسفزۍ د چهارشنبې په ورځ د کاناډا د افتخاري تابیعت د ترلاسه کولو پر وخت په پراخ زړه د کاناډا د حکومت د مهاجرو د منلو سیاست وستایه.

کاناډا تیر کال د سوریې ٢٥ زره مهاجر ومنل او د روان کال د جنورۍ په میاشت کې وروسته له هغې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د یو فرمان په لاس لیک کولو سره د اوو اکثریت میشته اسلامي هیوادونو پر وگړو باندې امریکا ته د راتگ موقتي بندیز ولگاوه، د کاناډا صدراعظم جستن ترودو په خپل ټویټر کې ولیکل چې په کاناډا کې مهاجرو ته هرکلی وایي.

ملاله یوسفزۍ په اوټاوا کې د کاناډا د پارلمان په کتابتون کې د هغه هیواد د افتخاري تابیعت د ترلاسه کولو پر وخت هیله څرگنده کړه چې د کاناډایانو کورونه او زړونه تل د "بې وزلو کورنیو د ماشومانو" پر وړاندې پرانستي وي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي هم د اپریل په لسمه ملاله یوسفزۍ ددې سازمان د سولې د پیغام لیږدونکې په توگه معرفي کړه.

ملاله یوسفزۍ په پاکستان کې د نجونو د زده کړو مدني فعاله ده او په ٢٠١٢ کال کې هغه وخت په نړۍ کې مشهوره شوه چې طالبانو پرې ډزې وکړې او هغه یې سخته ټپي کړه.

ملاله شپږم شخصیت دی چې د کاناډا افتخاري تابیعت ورکول کیږي چې نلسن مندیلا، دالایی لاما، کریم آغا خان او میرمن سان سوچي په دې شخصیتونو کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG