د لاس رسي وړ اتصالات

یو مالیزیایي "اسلام ته د سپکاوي" په جرم لس کاله بندي شو


مالیزیایي مقاماتو ویلي چې یو شخص اسلام او د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په جرم په څه دپاسه لس کاله بند محکوم شوی دی.

د مالیزیا د پولیسو یو لوړپوړي منصبدار محمد فیروز هارون، وویل چې دغه شخص د ټولنیزو رسنیو نه په لس ځلې ناوړه کارولو مجرم گڼل شوی دی.

له دغه شخص سربیره چې نوم یې ندی ذکر شوی، یو بل کس هم په ټولنیزو رسنیو کې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی دی.

تمه ده چې ددغه شخص محاکمه د دوشنبې په ورځ پیل شي.

ښاغلي هارون وویل "پولیسو خلکو ته جوته کړې چې د ټولنیزو رسنیو او ارتباطي شبکو نه داسې استفاده ونکړي چې مذهبي او نژادي حساسیتونه وپاروي او د خلکو ترمنځ د کړکیچ سبب شي "

د پنجشنبې په ورځ د مالیزیا د مذهبي چارو وزیر مجاهد یوسف راوا، اعلان وکړ چې د اسلامي چارو ادارې یو بل کاري واحد جوړ کړی چې هغه لیکنې او متنونه وڅاري چې کې اسلام او د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی وي.

هغه د هغو کسانو محاکمه کیدل وغوښتل چې مذهبي ارزښتونو ته په سپکاوي مجرم گڼل کیږي او ټینگار یې وکړ چې ددغو کسانو په وړاندې باید هیڅ ډول مراعت ونشي.

XS
SM
MD
LG