د لاس رسي وړ اتصالات

ارجنتاین او نړۍ‌ د مارادونا په ویر کې


د ارجنتاین لومړۍ میرمن د مارادونا پر تابوت د ګلانو د ګیډۍ د ایښودلو پر وخت
د ارجنتاین لومړۍ میرمن د مارادونا پر تابوت د ګلانو د ګیډۍ د ایښودلو پر وخت

د ارجنتاین او نړۍ د فوټبال د ستوري ډیگو ارماندو مارادونا تابوت چې د چهارشنبې په ورځ د ۶۰ کالو په عمر د زړه دریدو په وجه مړ شو، نن ورځ د نومبر ۲۶ (لیندۍ ۶) د ارجنتاین د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې کبښودل شو چې مینه وال یې ددغه افسانوي ورزشکار سره مخه ښه وکړي.

د ارجنتاین جمهور رئیس البرتو فرناندز، د فوټبال ددغه ځلانده ستوري د مړینې د خبر له خپریدو څخه لږ وروسته په هیواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.

ماتم کوونکو چې اکثرو یې اوښکې تویولې او یو شمیر یې هم د ارجنتاین د ملي ټیم ۱۰ نمبر کمیسونه اغوستي وو چې په ملي ټیم کې د مارادونا د کمیس نمره وه، په اوږدو لیکو کې د نړۍ د فوټبال ددغه نومیالي اتل د تابوت تر څنګ تیریدل او د هغه سره یې مخه ښه کوله.

د فرانس پرس اژانس د مارادونا د ویاند سبستیان سانچي له قوله رپوټ ورکړی چې د هغه مړی به په هغه هدیره کې خاورو ته وسپارل شي چې د هغه مور او پلار په کې ښخ دي.

نه یواځې ارجنتاین بلکه د نړۍ زیات شمیر مشرانو او مشهورو څیرو د مارادونا پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

د ارجنتاین او نړۍ د فوټبال اوسني ستوري لیونل مسي د مارادونا له مړینې وروسته ویلي دي: "هغه زمونږ څخه ولاړ، خو هیڅکله به یې یادونه مونږ پرینږدي ځکه ډیګو تل ژوندی دی."

د برازیل د فوټبال ۸۰ کلن افسانوي ستوري پلې چې تل د مارادونا سره پرتله کیده هیله څرګنده کړې چې یوه ورځ به سره په اسمانونو کې لوبه وکړي.

د کروناویروس د خپریدو د اندیښنې سره سره د مارادونا زیات شمیر مینه والو د چهارشنبې په ماښام د بونیس آیریس ښار کوڅو ته مخه کړه او د هغه په ماتم کې یې شمعې بلې کړې.

"د خدای لاس"

د ۱۹۶۰ کال د اکتوبر په لسمه د بونس ایریس ښار په جنوب کې په یوه فقیره کورنۍ کې یو ماشوم وزیږید چې پلار او مور یې په هغه د ډیګو ارماندو مارادونا نوم کښیښود؛ ډیګو وروسته د نړۍ په یو ځلانده ستوري بدل شو.

د ۱۹۸۶ کال د مکسیکو د نړیوال جام په ترڅ کې د انګلستان په وړاندې تاریخي ګول چې "د خدای لاس" باندې مشهور دی د مارادونا په حرفوي ژوند کې یوه له تاریخي لوبه څخه وه. وروسته بیا د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا دغه ګول د "پیړۍ ګول" ونوماوه.

مارادونا په څلور نړیوالو جامونو او ۹۱ ملي لوبو کې په ګډون سره د ارجنتاین لپاره ۳۴ ګولونه ووهل.

د فوټبال د نړۍ ددغه بیساري ستوري ژوند د زیات شمیر لوړو او ژورو سره مل و او د یو شمیر رپوټونو له مخې هغه د خپل عمر په وروستیو کلونو کې د الکولو د اعتیاد په وجه تر درملنې لاندې و.

د امریکا د متحده ایالاتو په ۱۹۹۴ نړیوال جام کې هم مارادونا د ارجنتاین د ملي ټیم د کیپتان په توګه لوبې وکړې، خو د افیدرین په نامه د ممنوعه توکیو د استعمال په وجه له ټیم نه وویستل شو او بیرته هیواد ته ستون شو.

بریتانوي فوټبالر ګری لینکر، چې د ۱۹۸۶ کال په جام کې یې د انګلیستان د ټیم په ترکیب کې د مارادونا پر وړاندې لوبه کوله هغه "د ټولو عصرونو تر ټولو ښه لوبغاړی" ګڼلی دی.

په دوو وروستیو لسیزو کې مارادونا درې ځلې د روږدیتوب اړوند ناروغیو په وجه په خراب وضعیت کې په روغتون کې بستر شوی و. مارادونا د نومبر د میاشتې په لومړیو کې د وینې د لخته کیدو په وجه د ماغزو د یو رګ د بندیدو په دلیل په بریالیتوب سره د جراحۍ عملیات وکړل او شاوخوا دوه اونۍ مخکې له روغتون نه رخصت شو.

"په مخه ښه ډیګو"

سره له دې چې مارادونا د یوې فقیرې کورنۍ څخه و په فوټبال کې د هغه خارق العاده استعداد په تنکي ځلمیتوب کې د ارجنتاین د جونیرز او بوکای ټیمونو ته بوته.

بیا داسې وځلید چې د اسپانیا د بارسولونا مشهور ټیم ته بې لاره وموندله خو د ټیم د ملګرو د ناسم چلند او بې مهرۍ په وجه مجبور شو چې له بارسولونا سره مخه ښه وکړي.

هغه بالاخره د ایټالیا ناپولي ټیم ته لاړ او ددغه ټیم سره یې دوه ځلې د ایټالیا او د اروپا د جام اتلولي وګټله.

د ناپولي ټیم په ټویټر باندې د یو پیغام په خپرولو سره مارادونا ته په خطاب کې لیکلي: "تل زمونږ په زړونو کې ځای لری. مخه دې ښه ډیګو."

د ناپولي ښاروالۍ هم اعلان کړی دی چې د سان پاولو ستډیوم له دې وروسته د "مارادونا" په نوم بادیږي.

مارادونا په ۱۹۹۷ کال او زیږد د ۳۷ کلیزې پر وخت یې د فوټبال سره مخه ښه وکړه او د حرفوي فوټبال نه یې استعفا اعلان کړه. بیا یې دوه ځلې په متحده عربي اماراتو او مکسیکو کې د فوټبال د ښوونکي په توګه هڅه وکړه خو چندان بریالیتوب یې نه درلود.

په ۲۰۰۰ کال کې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د پیړۍ د لوبغاړي د ټاکلو لپاره نظرپوښتنه پیل کړه چې هغه وخت مارادونا د ۵۴ فیصده رایو په ګټلو سره د جدول په سر کې و او برازیلی مشهور ستوری پلې د ۱۸ فیصدو رایو په ترلاسه کولو سره دوهم و، خو فیفا دغه دواړه ستوري په ګډه د لومړي مقام ګټونکي اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG