د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره د ولسمشر غني د اوربند پرېکړه مراعتوو- ناټو


امریکايي ځواکونه وايي د القاعدې، داعش او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو پر ضد به یې عملیات روان وي
امریکايي ځواکونه وايي د القاعدې، داعش او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو پر ضد به یې عملیات روان وي

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي دوی هم له افغان وسله والو طالبانو سره د ولسمشر غني اوربند مراعت کوي.

ولسمشر غني په یو بیساري اقدام کې د پنجشنبې په ورځ (جون۷) اعلان وکړ چې افغان ځواکونه به د روژې له ۲۷مې څخه د کوچني اختر تر پنځمې نیټې پورې د وسله والو طالبانو پر ضد خپل ټول تهاجمي عملیات دروي.

په همدې حال کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن هم له طالبانو سره د ولسمشر غني د دغه اوربند هرکلی کړی دی او ویلي دي چې دا به د تاوتریخوالي په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوې اعلامیې کې د دغې پرېکړې ننګه کړې ده. اعلامیه وايي چې نړیوال ځواکونه د افغانستان د هغې هیلې او غوښتنه درناوی کوي او مراعتوی یي چې غواړي د "روژې مبارکه میاشت په سوله ییز ډوله ختمه" شي.

په اعلامیې کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن له خولې لیکل شوي"موږ د روان تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د (افغانستان) د هلو ځلو ننګه کوو."

اعلامیه وایي په دغه اوربند کې داعش، القاعدې او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سازمانو پر ضد د امریکايي ځواکونو عملیات شامل نه دي. ولسمشر غني هم ویلي دي چې د داعش، القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو سازمانونو پر ضد به عملیات روان وي، خو یوازې به له افغان وسله والو طالبانو سره ډز بندي وي.

ولسمشر غني دا یو اړخیز-اوربند په کابل کې د شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو له هغې فتوا وروسته اعلان کړ، چې په افغانستان کې یې ځانمرګي بریدونه حرام او روان جنګ ناروا وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د سولې خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG