د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د تدریجي سولې او دوامداره جگړې د دوه لارې پر سر - رپوټ


یو خپلواک تحقیقاتي سازمان په پخپل یو تازه رپوټ کې لیکلي چې افغانستان د جگړې د دوام یا د سولې په لور د تدریجي پرمختگ د دوه لارې پر سر ولاړ دی.

دغه رپوټ په پخپل شکل کې بیساری او د افغانستان په هکله د مختلفو بنسټونو او مطرحو اشخاصو د نظریاتو څرګندونکی دی.

په دغه رپوټ کې چې د سولې د منابعو یا Conciliation Resources سازمان له خوا خپور شوی ویل شوي چې د سولې بهیر باید د تاوتریخوالي په کمیدو سره پيل شي چې له دغې لارې باور رامنځ ته شي او په تدریج سره بنسټیز بدلونونه راشي.

ددې رپوټ په بنسټ د څلویښت کلنې جګړې وروسته اوس "ناممکنه" ده چې په هیواد کې داسې څوک وموندل شي چې په مستقیمه د شخړې په وجه نوي متاثر شوی.

د جګړو د پای ته رسیدو حل لاره او د دوامداره سولې تامین د کارپوهانو او هغو مقاماتو په باور چې پدې رپوټ کې یې یادونه شوې تر یو حده توپیر لري.

د طالبانو پنځه تنو لوړپوړو قوماندانانو چې ددې رپوټ لیکونکې انا لارسن، ورسره مرکې کړي ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو په واسطه د افغانستان اشغال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو په وړاندې عمده مانع ده، هغه اشغال چې د هغوی په وینا "د افغانانو حقوق له منځه " وړي.

­

دغه طالب قوماندانان همداشان ادعا کوي چې "غیر قانوني وژنې، زنداني کول­­ او د طالبانو په نوم د خلکو قتل کول "هغه نور عوامل دي چې په هیواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو مخه نیسي.

د امریکا د پخواني حکومت لوړپوړي دیپلومات دوگلاس لوت چې د افغانستان اړوند مسلو سره یې له نژدې تماس درلود لیکلي دي ددې لپاره چې په افغانستان کې د سولې خبرې ګټورې شي متحده ایالات باید د سولې د مذاکراتو په بهیر کې خپله سیاسي او پوځي ستراتیژي مدغمه کړي.

ښاغلی لوت پدې ټینګار کوي چې په افغانستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکايي قواو زیاتیدل پدې خاطر ډیر ګټور نه وو چې سیاسي عنصر په کې لږ په پام کې نیول شوی و او په عین وخت کې په افغانستان کې امریکایي قواوی "په ناسمو سیمو کې او په ناسمو دلیلونو" ځای پر ځای شوی.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د دفتر د مرستیال مایکل سمپل په څیر د اروپایي اتحادیې د دفتر کارپوهانو لیکلي دي چې د افغانستان د مذاکراتو بهیر باید د پړاو په بړاو موافقو په اساس شوی وای ځکه دغه کړنلاره په تدریجي توګه کولای شي د سیالو او غلیمو ډلو ترمنځ د باور د رامنځ ته کیدو سبب شي.

په بریتانیا کې میشت دغه څیړونکی په دې ټینګار کوي چې د سولې د مذاکراتو په بهیر کې باید د افغانستان د کړکیچ د ټولو ښکیلو ډلو اساسي غوښتنې او مسایل په پام کې ونیول شي چې په پای کې د سولې مذاکرات بریالي شي.

د ښاغلي سمپل په وینا په اساسي مسایلو کې امنیت، د سیالو ډلو ترمنځ متقابل احترام د جګړه مارانو او د قربانیانو د لومړنیو اړتیاو پوره کول او د هغوی اقتصادي حقونه شامل دي.

پدې رپوټ کې ټینګار شوی دی چې هغو اساسي عواملو ته له رسیدګۍ پرته چې په افغانستان کې د شخړې سبب شوي یواځې د سولې د موافقې لاس لیک کول نشي کولای په هغه هیواد کې سوله او ثبات تامین کړي.

د دیني ارزښتونو په پام کې نیول، د ښځو د حقونو برابري، د ډلو د نسبي محرومیت احساس ته رسیدګي د هغو اقداماتو په جمله کې دي چې باید د سولې د مذاکراتو په بهیر کې په پام کې ونیول شي، هغه بهیر چې د کارپوهانو په اند د کړکیچ حل ښایي کلونه وخت ونیسي.

دغه رپوټ په یو ډول خبرداری ورکوي که هغه عمده مسایل چې د افغانستان د کړکیچ سبب شوي حل نشي په افغانستان کې د جګړې پای ته رسیدل ناممکن بریښي. پدې رپوټ کې د افغانستان د وګړو ترمنځ په "ټولنیز تړون" ټینګار شوی دی چې د ټولنې د ټولو پرګنو غوښتنې او ګټې په پام کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG