د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د پوتین خبرداری د منلو وړ ندی


د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د روسیې پر هر متحد باندې برید به پر روسیې باندې برید وگڼل شي او په وړاندې به یې سمدستي غبرگون وښیي.

د شمالي اتلانتیک تړون ناټو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین خبرداری "د منلو وړ" ندی.

د ناټو ویاندې وانا لانجسکو، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "مونږ نوې سړه جگړه او یا تسلیحاتي سیالي نه غواړو."

د میرمن لانجسکو څرگندونې یوه ورځ وروسته له هغې خپرې شوې چې د روسیې جمهور رئیس پوتین خبرداری ورکړ چې د مسکو پر کوم متحد باندې اټومي برید به پر روسیې باندې برید وگڼل شي او هغه ته به سمدستي ځواب ورکړي.

ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ همداشان ادعا وکړه چې هیواد یې د ٢٠١٧ کال په پای کې د نوي میزایل په گډون چې اټومي کوپړۍ لیږدوي او د میزایلو ضد سیستم یې نشي کشف کولای، څو نوې اټومي وسلې جوړې کړي او ازمایلي دي.

د ښاغلي پوتین په وینا د روسیې تازه تولید شوی میزایل د میزایلو ضد سیستم په واسطه نشي کشف کیدای او څوک یې نشي په نښه کولای .

خو ښاغلي پوتین د هیڅ یو اټومي وسلو لرونکي هیواد نوم وانخست. د ښاغلي پوتین څرگندونې په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې په روسیه کې د جمهوري ریاست انتخابات وشي او ښاغلی پوتین یو د کاندیدانو څخه دی.

د ښاغلي پوتین د څرگندونو په غبرگون کې د ناټو ویاندې دا هم وویل چې د ناټو د متحدینو د هدف نیولو په هکله د مسکو گواښ د "منلو وړ ندی او برعکس" نتیجې په ولري.

د ناټو د جمعې د ورځې په اعلامیه کې راغلي چې ددې تړون د میزایلو دفاعي سیستم د روسیې په خاطر ندی جوړ شوی او نه یې هدف روسیه ده.

په اوسني وخت کې لږ تر لږه اته هیوادونه اټومي وسلې لري چې په کې د امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، بریتانیا، فرانسه، چین، هند، پاکستان او شمالي کوریا شامل دي.

XS
SM
MD
LG