د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په کندز کې د ملکي تلفاتو په اړه څیړنه کوي


د کندز د ولایتي شورا غړي وايي ناټو په هوايي بمباریو کې ولسي خلک وژلي او ژوبل کړي دي
د کندز د ولایتي شورا غړي وايي ناټو په هوايي بمباریو کې ولسي خلک وژلي او ژوبل کړي دي

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي ادعا کوي چې ناټو په هوايي بمباریو کې ولسي خلک وژلي او ژوبل کړي دي

افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه پر بهرنیو ځواکونو باندې د لګیدلو تورنو په تړاو څیړنه کوي.

د ولایتي شورا یو شمیر غړي وايي د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بمباریو له امله، له لسو څخه زیات ملکي افغانان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

دغو استازو دغه راز ویلي، چې بهرنیو ځواکونو په چهاردرې ولسوالۍ کې درېو کلیو باندې بمباري کړې ده.

په کندز کې دولتي چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.

خو د قاطع ملاتړ ماموریت په یو بیان کې ویلي "موږ تأییدؤ چې په کندز ولایت کې عملیات ترسره شوي دي، د قاطع ملاتړ ځواکونه د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په تړاو ټول لګول شوي تورونه جدي نیسي او په هکله یې څیړنې کوي".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د یکشنبې په ورځ وویل، چې د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې پوځي عملیات ترسره شوي دي، خو په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې خبر تأیید شوی نه دی.

جنرال وزیري وویل "د ملي دفاع وزیر نن سهار د قول اردو قوماندان ته امر کړی او هیأت یې توظیف کړی، چې دا موضوع له نږدې وویني، که په رښتیا هلته مکي وګړي شهیدان شوي وي، په اړه یې څیړنه وکړي. خو تر اوسه د فرقې قوماندان او د لوا قوماندان دا منلې نه ده".

د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته، په افغانستان کې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو په هوايي بمباریو کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG