د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو: د طالبانو مسؤلیت دی چې په افغانستان کې جگړه پای ته ورسوي


په بروکسل کې د ناټو غونډه
په بروکسل کې د ناټو غونډه

د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو د جمعې په ورځ یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه چې د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړه شوې، همداشان پدې ټینگار کړی چې د ناټو غړي هیوادونه د طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې له بهیر ملاتړ کوي.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي دي چې ددې تړون غړي د افغانستان د مسلې د سیاسي حل لارې ملاتړ کوي چې پدې هیواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي، ترهگري ختمه شي او د افغانستان د ټولو اوسیدونکو بشري حقونه تامین شي.

په اعلامیه کې همداشان له طالبانو غوښتل شوي چې دغه ډله د افغانستان د حکومت د سولې له غږ نه گټه واخلي او د سولې په خبرو کې گډون وکړي.

پدې اعلامیه کې ویل شوي چې "اوس دا د طالبانو مسؤلیت دی چې دا اوږدمهاله شخړه پای ته ورسوي."

د ناټو غړو هیوادونو د افغانستان د سولې د پروسې په اړوند د تاشکند د مارچ د ٢٧ له کنفرانس نه ملاتړ وکړ او ټینگار یې وکړ چې د سیمې هیوادونه کولای شي د افغانستان په سولې او ثبات کې مهم رول ولوبوي، په ځانگړې توگه پاکستان چې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت لپاره لوژستیکي لاره برابروي.

پدغه اعلامیه کې راغلي "پدې باور لرو چې پاکستان کولای شي د سولې پروسې ته د طالبانو په هڅولو سره چې خپلې محاسبې بدلې کړي، مهم رول ولوبوي."

د ناټو غړو له پاکستان غوښتي چې " د افغانستان د لانجې په سیاسي حل کې فعاله ونډه واخلي او په پاکستان کې د میشتو ترهگرو امن پناه ځایونه ړنگ کړي؛ د هغوی د مالي منابعو او د افغانستان سره په پوله د سخت دریځو د تگ راتگ مخنیوی وکړي".

پدې ترڅ کې په ناټو کې د امریکا استازې بیلي هاچینسن، د ازادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي دي چې پاکستان باید د افغانستان په سولې او ثبات کې واقعي رول ولوبوي.

میرمن هاچینسن زیاتوي چې "فکر کوم وخت یې رارسیدلی چې پاکستان د افغانستان د ثبات لپاره په واقعي گډون کوونکي بدل شي. فکر کوم چې هغوی {پاکستاني مقامات} کولای شي پدې لار کې زیات څه وکړي."

میرمن هاچینسن وایي "له روسیې غواړو، له ایران غواړو او له پاکستان غواړو چې زیات اقدامات وکړي. د هند او چین په څیر هیوادونو غواړو چې هغوی هم کولای شي زیات رول ولوبوي... تاسې {پاکستان} ددې چانس لرئ چې د نړیوالې ټولنې سره یوځای په مثبتو هڅو کې شریک شئ. مونږ د ټولو توان ته اړتیا لرو چې کولای شي په افغانستان کې ترهگري ودروي" هغه ترهگري چې د میرمن هاچینسن په وینا بیا نورو هیوادونو ته صادریږي.

ددې ټړون غړو همداشان د سیمه ییزو قدرتونو غوښتي چې د افغانستان حکومت سره د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي او د کابل د حکومت د سولې له هڅو ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې په مشخصه توگه له پاکستان او ایران غوښتل شوي چې " د افغانستان د حکومت سره د سیمې په ثبات کې مرسته وکړي".

د ناټو امنیتي ژمنې

ددې تړون غړو همداشان ویلي دي ناټو ژمنه کوي چې د داخلي امنیتي گواښونو او ترهگرۍ پر ضد چې غواړي د افغانستان له خاورې نه د پناه ځای په توگه استفاده وکړي د افغانستان د امنیتي ځواکونو توان او قوت زیات کړي. په اعلامیه کې په مشخصه توگه ذکر شوي چې ناټو د افغانستان د حکومت سره د اسلامي دولت د ډلې یا داعش او د هغه اړوند ډلو په نابودولو کې همکاري کوي.

په افغانستان کې انتخابات

په ٢٠١٨ کې په افغانستان کې د پارلماني انتخاباتو او په ٢٠١٩ کې پدې هیواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباو په کولو باندې هم د ناټو په اعلامیه کې ټینگار شوی دی. او ویل شوي چې په افغانستان کې د هر اړخیزو انتخاباتو ترسره کیدل د سولې، ثبات او د دموکراسۍ د غښتلي کیدو سره مرسته کوي.

ددې تړون غړو دا هم ویلي دي د افغانستان حکومت مسؤلیت لري چې هغه ژمنې عملي کړي چې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر د میاشتې په کنفرانس کې یې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په هکله کړي دي. پدغو ژمنو کې د بشري حقونو ترویج، ښه حکومتوالي او د اداري فساد پر ضد مبارزه شامل دي.

XS
SM
MD
LG