د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو پر مالي سرچینو هوايي بریدونه زیاتوو - قاطع ملاتړ


د قاطع ملاتړ ماموریت وایي طالبانو ته یې میلیونونه ډالر زیان رسولی دی
د قاطع ملاتړ ماموریت وایي طالبانو ته یې میلیونونه ډالر زیان رسولی دی

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د تولید لسګونه کارخانې یې ویجاړې کړي دي.

د دغه ماموریت د هوايي بریدونو یو تنظیمونکي جنرال لینز بنچ وايي چې په هوايي بریدونو کې طالبانو ته میلیونونه ډالرو زیان رسولی دی. په بریدونو کې د "طالبانو د نشه يي توکو د تولید او پروسس کارخانې" نښه کیږي.

جنرال بنچ د پنجشنبې په ورځ (فبروري۷) وویل "موږ تر ننه د مخدره موادو ۳۶ لابراتوارونه په نښه کړي. د دغو لابراتوارونو مجموعي ارزښت ۳۳ میلیون ډالره اټکل شوی، چې د طالبانو عواید یې جوړوه، دا یوازې پیل دی او موږ هوايي بریدونه لاپسې زیات کړو".

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ وايي، چې د تیر کال په نومبر میاشت کې یې د وسله‌والو طالبانو د مالي سرچینو پر ضد عملیات پیل کړل دي چې تر دې دمه یې د طالبانو د مخدره موادو د تولید لسګونه لابراتوارونه له منځه وړي دي.

ناټو وايي ښايي په ټول افغانستان کې له ۴۰۰ نیولې تر ۵۰۰ پورې د مخدره موادو د تولید او پروسس لوی او کوچني لابراتوارونه موجود وي چې دوی به یې ختموي.

هغه ټینګار وکړ چې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه به له خپلو افغان همکارانو سره په همغږۍ، د مخدراتو د تولید او پروسس دغه کارخانې، چې د وسله‌والو طالبانو د مالي ملاتړ سرچینه بلل کیږي، په نښه کړي.

هغه زیاته کړه، له افغان ځواکونو سره په ګډه هڅې روانې دي، چې لومړی د مخدره موادو د تولید او پروسس دا لابراتوارونه مشخص او وروسته یې په نښه کړي.

جنرال بنچ د مخدره موادو او جرمنو ضد د ملګرو ملتونو ادارې (UNODC) رپوټ ته په اشارې وویل، د افغانستان د مخدره موادو لویه برخه په هلمند ولایت کې تولید کیږي او له همدې امله د وسله‌والو طالبانو د مخدره موادو د فابریکو د له منځه وړلو عملیات یې له دغه ولایت څخه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG