د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د ناټو غونډه په بروکسل کې پیل شوه


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت په اړه د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې پیل شوه.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغې غونډې په پیل کې وویل، چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره له دغه هیواد سره د ناټو د مرستو ژمنې د اوږدمهال لپاره دي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه، چې په اوس وخت کې د سولې د راوستلو لپاره ځانګړی فُرصت برابر شوی دی او د امریکا متحده ایالات په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د مسلې د حلولو لپاره هڅې کوي.

هغه وویل: "اړتیا ده چې په افغانستان کې د مذاکراتو او د سوله‌ییزې حل لارې لپاره فضا رامنځ ته کړو".

ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو څخه په جدي ډول ملاتړ کوي.

هغه دغه راز وویل، چې د روزنې او مالي ملاتړ برابرولو په برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۱۶زره بهرني سرتیري شته چې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي.

د دغو ځواکونو کلنی لګښت نږدې ۵ میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې د ناټو او امریکا له خوا ورکول کیږی.

XS
SM
MD
LG