د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د کندز په هوايي بمباریو کې د ملکي تلفاتو پلټنه کوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په افغانستان کې بهرني ځواکونه وايي چې په کندز کې د تېرې اونۍ د هغو هوايي بریدونو په اړه، چې د ۱۴ ملکیانو د وژل کېدو ادعا په کې شوې،پلټنه کوي.

راپورونه وايي چې په دغو هوايي بریدونو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند مارتین اودونیل په یوې اعلامیې کې ویلي دي "سره له دې چې له برید وروسته د افغان ځواکونو پلټنې وښودله چې په برید کې ملکیان وژل شوي نه دي، خو د ملي تلفاتو ادعاوې به وڅېړو."

په کندز کې په تېر وخت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ملکيان وژل شوي او ژوبل شوي دي. په ۲۰۱۵ کال کې ناټو ځواکونو د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون برید وکړ او۴۲ تنه یې ووژل.

پر دې سربېره د روان ۲۰۱۸ د اپریل په میاشت کې افغان هوايي ځواکونو د دشت ارچي په ولسوالۍ کې د "طالبانو پر یوې غونډې" هوايي برید وکړ چې "لسګونه عام" افغانان په کې ووژل شول او ژوبل شول.

د نه پخلا کېدونکو طالبانو وژل

امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په یوې بلې اعلاميې کې ویلي دي چې په یوهوايي برید کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا نسیم مشفق او د طالبانو یو ولسوال قاري احسان وژلي دي. په دغه برید کې د اعلامیې له مخې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي. اعلامیه وايي برید د جولاۍ په ۲۲ د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې شوی دی.

د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي ځواکونو یو قومندان جنرال جان برنن ملا نسیم مشفق او قاري احسان نه پخلا کېدونکي طالبان یاد کړي. هغه په اعلامیه کې ویلي دي " دا پېښه به د سولې خبرو ته د ډېرو طالبانو د راتګ لامل شي، ځکه هغوی ویني چې څنګه د افغانستان دښمنانو ته د خپلو اعمالو سزا ورکول کیږي. "

له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو د هلو ځلو تر څنګ امریکايي پوځیانو پر طالبانو خپل بریدونه هم زیات کړي دي او فکر کوي چې شاید دا کار طالبان د سولې خبرو ته مجبور کړي.

XS
SM
MD
LG