د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو په کندز کې د ٣٣ ملکیانو وژل تائید کړل


امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې د کندز په بوزې‌کندهاري سیمه کې د ګډو عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله تائید کړې ده.
امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې د کندز په بوزې‌کندهاري سیمه کې د ګډو عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله تائید کړې ده.

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د کندز په بوزې کندهاري سیمه کې د ملکي تلفاتو په اړه د خپلو پلټنو رپوټ خپور کړی او ویلي یې دي، چې په دغه سیمه کې د تیرکال په نومبر میاشت کې د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ په خپل رپوټ کې ویلي، دوی د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشتې په دویمه او درېیمه نیټه د کندز ولایت مرکز ته نږدې د بوزې‌کندهاري په سیمه کې د ګډو عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي او په دې عملیاتو کې یې، چې امریکايي ځواکونو له ځان څخه د دفاع عملیات بللي، د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله تائید کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن په دغو عملیاتو کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې ژور خفګان ښودلی او د پیښې قُربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

جنرال نیکولسن ویلي "د موجودو حالاتو له په پام کې نیولو پرته زه د بې‌ګناه خلکو په مرګ‌ژوبله د زړه له کومې خواشینی یم."

هغه ویلي، چې د دغو عملیاتو په وخت طالبانو د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې وه او له هغه ځایه یې پر افغان او امریکايي ځواکونو ډزې کولې.

په دې خبرپاڼه کې جنرال نیکولسن ولسمشر غني او د افغانستان خلکو ته په جګړو کې د ملکي افغانانو د ژوند د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي دي، چې د ملکي افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو او تدابیرو څخه کار واخلي.

جنرال نیکولسن دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو د پیاړتیا او د خپلې خاورې څخه د دفاع د توان ترلاسه کولو په برخه کې له خپل اړخه افغان حکومت ته ډاډ ورکړی دی.

امریکايي ځواکونو په دې تحقیقي رپوټ کې ویلي، چې په بوزې‌کندهاري سیمه کې عملیات د طالبانو د هغو مشرانو دنیولو لپاره ترسره شوي وو، چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د په کندوز کې د تاوتریخوالي مسولیت ور په غاړه وو.

رپوټ کې راغلي، چې دا عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا، چې د یو کوچني امریکايي ډلګي له خوا ورسره مرسته او مشوره کیده، ترسره شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي، کله چې افغان ځانګړي ځواکونه د بوزې کندهاري کلي ته دننه شول، د وسله‌والو طالبانو له خوا ورباندې د ملکي وګړو له کورونو څخه ډزې پیل شوې.

د افغانستان دفاع وزارت هم په دې عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تائید کړې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، د عملیاتو په پیل کې د وسله‌والو طالبانو د ډزو په نتیجه کې افغان ځواکونو ته تلفات واوښتل، چې بر وینا یې هغوی له ځان څخه د دفاع په وموخه د امریکايي ځواکونو هوايي ملاتړ غوښتلو ته اړ شول.

ښاغلي رادمنش وویل "موږ مجبور وو، چې هوايي قواو نه مرسته غوښتلې وی، په دغې غوښتنه کې هوايي قواو هلته د 'دښمن' موضع‌‌ګانې په نښه کړې، په خواشینۍ سره زموږ یو شمیر ملکیان په کې 'شهیدان' او ټپیان شول."

د امریکايي ځواکونو د تحقیقي رپوټ له مخې، هوايي بریدونه د دې لپاره هم ترسره شول تر څو د امریکايي ځواکونو پر هغې روغتیايي ډلې باندې، چې د ټپیانو په درملنې او له سیمې څخه د وژل شوو عسکرو په ایستلو بوخت وو، د وسله‌والو طالبانو د ډزو مخنیوی وکړي.

په دې تحقیقي رپوټ کې ویل شوي، چې امریکايي ځواکونو، په دغو عملیاتو کې په ډیره کمه کچه هوايي ځواک کارولی او د برید پر مهال د جګړې په ډګر کې کوم ملکي کس نه دی لیدل شوی.

د تحقیق له مخې هغه ملکیان چې ټپیان شوي دي، ښايي په هغو ودانیو کې دننه وو، له کوم ځایه چې وسله‌والو طالبانو ډزې کولې.

پر دې سربیره دا تحقیقي رپوټ وايي، چې د طالبانو د مهماتو یوه ډیپو هم د عملیاتو پر مهال چاودنه کړې وه، چې له امله یې د ملکیانو ډیر کورونه ړنګ شوي وو او کیدای شي، چې له همدې امله هم ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وي.

دغه رپوټ راغلي، پلټنې ښيي چې امریکايي ځواکونو له خپل ځان څخه د دفاع عمل ترسره کړی، چې د وسله‌والو جګړو له قوانینو او مقرراتو سره برابر عمل بلل کیږي.

امریکايي ځواکونو ویلي، چې په دې جګړه کې دوه امریکايي او درې افغان کومانډو وژل شوي وو او څلور امریکايي سرتیري او یوولس افغان کومانډو ټپیان شوي دي.

د رپوټ په پای کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د درې طالب مشرانو په ګډون ۲۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG