د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا سلګونه نورو افغان ترجمانانو ته ویزې ورکوي


افغان ترجمانان ادعا کوي که له افغانستان څخه ونه ویستل شي، وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې به یې ووژني
افغان ترجمانان ادعا کوي که له افغانستان څخه ونه ویستل شي، وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې به یې ووژني

د برتانیا د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې سلګونو نورو افغان ترجمانانو ته به ویزې ورکوي چې په برتانیا کې ژوند وکړي.

دفاع وزیر ګفین ویلیامسن د دوشنبې په ورځ (جون۱۱) د برتانیا د ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي دي چې افغان "هېر شویو" ترجمانانو ته به شاوخوا ۴۰۰ نوې ویزې صادرې شي.

د برتانیا د اکسپرس ورځپاڼه وايي چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۷۰۰۰ افغانانو له برتانوي ځواکونو سره کار کړی دی چې سم نیمایي یې ترجمانان دي.

تر دې مخکې د افغانستان اجرايي رئیس عبدالله عبدالله ویلي وو چې د برتانیا حکومت د هغو زرګونو افغان ترجمانانو د "ناکامیو" سبب شوی چې په افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره کار کړی دی.

ښاغلي عبدالله برتانیا ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د برتانوي ځواکونو په پرتله د هغوی افغان ترجمانان له لوی خطر سره مخامخ دي او د برتانیا حکومت په دغه هېواد کې د هغوی د مېشتولو امکانات برابر کړي نه دي.

افغان ترجمانان ادعا کوي که له افغانستان څخه ونه ویستل شي، وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې به یې ووژني. خو له افغانستان څخه د ډېرو برتانوي سرتېرو له وتلو سره- سره بیا هم ډېرو کمو افغان ترجمانانو ته په برتانیا کې د اوسېدلو امکانات او زمینې برابرې شوې.

ښاغلي عبدالله د افغان ترجمانانو ماموریت"حیاتي" بللی او ویلي دي که د هغوی مرسته او همکاري نه وای، د نړۍ اوسنۍ ستونزې به تر دې لا ډېرې وې.

په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې لږ تر لږه ۳۵۰۰ افغانانو د برتانیا له ځواکونو سره د ترجمانانو په توګه کار کړی دی، خو تر دې دمه یې یوازې ۴۰۰ کسانو ته یې په برتانیا کې د اوسېدو لپاره ویزې ورکړل شوې دي.

دا مهال په افغانستان کې د برتانیا شاوخوا ۵۰۰ نظامیان دیره دي او له ۲۰۰۱ راهېسې د دغه هېواد ۴۵۵ سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG