د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتور افغان ژباړونکو ته د ویزو سختول غواړي


سناتور پاول وايي د ځانګړو ویزو له لارې ۶۰زره افغان ترجمانان امریکا ته راغلي
سناتور پاول وايي د ځانګړو ویزو له لارې ۶۰زره افغان ترجمانان امریکا ته راغلي

امریکايي سناتور رند پاول وايي چې په تېرو څو کلونو کې له افغانستان څخه د کډوالۍ په ځانګړو ویزو ۶۰زره ژباړونکي امریکا ته راغلي دي.

سناتور پاول د متحدو ایالتونو له سنا په کلکه وغوښتل چې افغان ژباړونکو ته د ویزو ورکول سخت کړي.

هغه وویل " تر دې دمه مو ۶۰ افغانان منلي دي. زما هدف دا دی که دوی په انګلیسي غږېدی شي او د ترجمانانو په توګه له موږ سره مرسته کوي، باید په خپل هېواد کې پاتې شي او د خپل هېواد معماران شي. هغوی باید د لویدیځ فکر او جذابیت افغانستان ته ولیږدوي".

تر دې مخکې بلې امریکایي سناتورې جین شهین له امریکايي ځواکونو سره په کار بوخت افغان ژباړونکو ته د ۴۰۰۰ نورو ویزو لایحه کانګرس ته وړاندې کړې وه.

ښاغلي پاول وویل "موږ ۶۵۰۰۰ عراقیان راوستل. څو تنه یې چې زموږ په ښار کې اوسیږي له بده مرغه جهاد او افراطیت کې ښکیل شوي او هڅه یې دا ده چې پر امریکایانو باندې د برید لپاره ستینګر ترلاسه کړي."

دغه امریکایي سناتور ټینګار وکړ چې هر څوک متحدو ایالتونو ته راځي باید خپل هویت تثبیت کړي، د کار په لټه کې وي او سوله ییز اهداف ولري.

نوموړي وویل "موږ امنیت ته ډېر ضرورت لرو. که له افغانستان او یا پاکستان څخه یو کس راځي او په اسنادو کې یو نوم لیکي(تخلص نه لیکي) باید د لست په سر کې وي. هغه کسان چې پوره اسناد او شواهد نلري باید متحدو ایالتونو ته رانه ویستل شي".

له ۲۰۰۱ کال راهېسې لسګونه زره امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په ماموریت بوخت دي چې زرګونه افغانان ورسره د ترجمانانو او فرهنګي مشاورانو په توګه کار کوي. دغو ترجمانانو ته ځکه د امریکا د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکول کیږي چې وايي له امریکايي ځواکونو سره په کار کولو افراطي ډلې یې د وژلو ګواښونه کوي او ژوند له خطر سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG