د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت ۲۶ تنه داعش جنګیالي نیولي دي


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې د عاشورا ورځې په درشل کې یې د داعش ۲۶ جنګیالي نیولي دي.

د افغانستان ملي امنیت ویلي دي، چې دغو کسانو غوښتل په کابل کې د عاشورا په ورځ ترهګریزې حملې ترسره کړي.

دغه ریاست ویلي دي، چې د افغانستان د ملي امنیت خاصو قطعو دغه کسان چې د ولایتونو اوسیدونکي دي، په تیرو دریو ورځو کې په کابل ښار کې نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، په نیول شوو کسانو کې عبدالله د سلطان زوې د داعش ډلۍ یو سرګروپ هم شامل دی.

له دې وړاندې هم ملي امنیت په کابل کې د داعش ډلې یو څلور کسیزه ډله نیولې وه.

دغه کسان په داسې حال کې نیول کیږي، چې تر راتلونکو دوه ورځو پورې به کابل ښار کې د عاشورا مراسم ولمانځل شي.

د محرم میاشتې او عاشورا مراسمو له پیل سره سم په کابل ښار کې د امنیت د څرنګوالي لپاره د خلکو اندیښنې ډیرې شوي دي ځکه په دې وروستیو کې په شیعه میشتو ټولنو د ترهګرو مخصوصا داعش ډلې حملو زور اخیستي دی.

د امنیتي ځواکونو په څنګ کې د سیمې خلک هم د محرم میاشتې عاشورا مراسمو امنیت نیسي.

د عاشورا مراسمو د امنیتي چارو کمیسیون ویلي چې، د ۱۰۱ جوماتونو او تکیه خانو د ساتنې مسولیت لا هم هغو ۵۰۵ کسانو ته سپارل شوی چې تیر کال مسلح شوي وه.

XS
SM
MD
LG