د لاس رسي وړ اتصالات

د هالنډ سفارت وایي د افغانستان مثبت اړخونه معرفي کوي


کابل کې د هالنډ سفارت پر دیوال تصویرونه
کابل کې د هالنډ سفارت پر دیوال تصویرونه

کابل کې د هالنډ سفارت پر دیوال اوه تصویرونه کښل شوي چې په کې د افغانستان مخکښ ورزشکاران، خبریالان او هنرمندان انځور شوي دي. د هالنډ سفارت وايي دا کار یې ددې لپاره کړی چې د افغانستان مثبت اړخونه خلکو ته وښيي.

په کابل کې د هالنډ سفارت یوه ډیپلوماته جانا وندر لنډن، امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د دې کار هدف یې دا دی چې په افغانانو کې شته ځينې مثبت ټکي خلکو ته معرفي کړي.

په کابل کې د هالنډ سفارت وایي د افغانستان مثبت اړخونه معرفي کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

هغې وویل "سره له دې چې ستونزې دي خو ډېرې هيلې او مثبت ټکي په دې هېواد کې شته. موږ وغوښټل چې د ځينو خبریالانو، هنرمندانو او ورزشکارانو انځور د هغوی د فعالیت په ویاړ د سفارت په دیوال رسم کړو."

اغلې لنډن دا هم وویل "د افغانستان ډیر داسې مثبت شیان لري چې باید پرې ویاړ وکړي او په دې کار موږ کولی شو د افغانستان نوې څېره روښانه کړو."

عکاسه فرزانه واحدي، خبریاله فرحناز فروتن، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وتلی ستوری راشد خان، فوټبالیسته حاجر ابوالفضل، عکاس او خبریال مسعود حسیني او د افغانستان د موسیقۍ انسټیټیوت دوه تنکۍ پیغلې هغه کسان دي چې په دې انځور کې یې څېرې ليدل کېږي. دغو کسانو په دې وروستیو کې ښه لاسته راوړنې هم درلودې.

د هالند سفارت دغه انځور د هنرسالار ټیم په مرسته رسم کړی. دغه ټیم د کابل ښار په بیلابېلو برخو کې دغه ډول انځورونه باسي.

د ښار په زړه کې اکثرو دولتي، بهرني او نورو بنسټونو د خپلو ودانیو نه دنګ کانکرېټي دیوالونه راچاپېره کړي. ځينې ښاریان وايي د کابل د ښار ښکلا دې دېوالونو له منځه وړلې او یوه نظامي ښار یې ترې جوړ کړی، خو دغه ډول انځورونه بیا دوی ته مثبت پیامونه رسوي او له دنګو دیوالونو خړ مخونه یې په ښکلو رنګونو رنګ کړي.

د کابل ښار د زړه نه بهر دوه اونۍ مخکې هغه مهال چې د هلمند د سولې ولسي کاروان غړي، غزني ته ورسیدل، د هنر سالار ټیم د کابل په جنوبي دروازې د ارغندې په سیمه کې دوی ته د ښه راغلاست ویلو لپاره یو تصویر وباسه. دغه تصویر په رسنیو کې ډیرو خلکو وستایه.

XS
SM
MD
LG