د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان-امریکايي بریدګر میرمن محاکمه کیږي


که د عمر متین پر میرمن لګول شوي تورونه ثابت شي، شاید د عمر بند سزا ورکړل شي
که د عمر متین پر میرمن لګول شوي تورونه ثابت شي، شاید د عمر بند سزا ورکړل شي

د ۲۰۱۶ د جون په ۱۲افغان-امریکايي عمر متین د امریکا د فلوریډا ایالت په اورلنډو کې د همجنسبازانو پر نایټ کلپ برید وکړ او ۴۹ تنه یې ووژل.

عمر متین بیا له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو، خو فدرالي پولیسو یې میرمن نور سلمان ونیوله پوښتنې او تحقیقات یې ترې وکړل.

د عمر متین پر مېرمن تور دی چې د خپل میړه د دغه "وژونکي پلان په اړه خبره وه،" د پلان په عملي کولو کې یې یو ډول مرسته کړې او د "عدالت د تطبیق لپاره" یې له پولیسو سره مرسته نه ده کړې.

د پنجشنبې په ورځ (مارچ۱) به د هغي د محاکمه پیلیږي.

پولیس وايي د هغوی پلټنې ښيي چې نور سلمان له میړه سره په ژوند کې خوشحاله نه وه.

هغې په لومړنیو پلټنو کې پولیسو ته ضد او نقیض معلومات ورکړي وو، خو وروسته یې بیا د ۱۲ مخونو یو سند لاسلیک کړ او اقرار یې وکړ چې د خپل میړه د پلان په اړه خبره وه او پوهېدله چې په هغه شپه "عمر متین پر نایټ کلپ باندې د برید لپاره" له کوره ووت.

څارنوالان وايي نور سلمان پر نایټ کلپ سربېره د ځينو نورو هدفونو په موندلو کې هم له هغه سره ملګرتیا کړې ده. د امریکا د یو اس ټوډی د راپور له مخې کله چې عمر متین د برید لپاره له کوره وتلی نور سلمان ورته په تیلفوني پيغام کې لیکي دي "که یې مور وپوښتې، ورته څه ووايي".

خو نور سلمان یوې رواني ډاکټرې ته ویلي ما ځکه "پاڼې امضا کړې، چې کور ته مې پرېږدي". رواني ډاکټرانو ویلي دي چې نور سلمان تر سخت رواني او روحي فشار لاندې ده عصبي توازن یې هم برابر نه دي.

که دا ټول تورونه پر نور سلمان ثابت شي، دا امکان شته چې د عمر بند سزا ورکړل شي.

خو له دې هر څه سره سره د عمر متین په برید کې د وژل شویو کسانو کورنۍ غواړي پوه شي چې متین دا برید څنګه او ولې وکړ؟ د قربانیانو د کورنۍ ځینې غړي به هم په محکمه کې حاضر وي.

XS
SM
MD
LG