د لاس رسي وړ اتصالات

ناپیژاندو وسله والو بلوچستان کې څلور پاکستاني سرتیري وژلي


ارشیف
ارشیف

د بلوچستان ایالت د پنجګور په گوران سیمه کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې څلور پاکستاني مليشه عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وايي دغه پيښه پداسې حال کې وشوه چې پر موټر سایکل سپرو وسله والو،چې مخونه یې پټ وو، د ملیشه عسکرو پر موټر برید وکړ او څلور تنه یې ووژل.

په بلوچستان ایالت کې په تیرو ٢۴ ساعتونو پر امنیتي ځواکونو باندې دا دویم برید دې.

پرون د شنبې په ماسپښین د بلوچستان په لورلاي کې هم د ناپیژندل شویو وسلوالو په ډزو کې د پاکستان د مليشه قواو دوه سرتیري وژل شوي وو او يو لاروی پکې ټپي شوی و.

پیښه د لورلایي ښار پر ژوب سړک باندې شوی وه او د برید مسوليت پاکستاني طالبانو منلی و.

په بلوچستان کې د اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د تحریک طالبان د ډلې په گډون، بلوچ بیلتون غوښتونکي او یو شمیر نورې سخت دریځه ډلې فعالې دي.

رپوټ: په کویټه کې د امریکا غږ خبریال جمیل خان

XS
SM
MD
LG