د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سفر


د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوايي ۲۰) کابل ته تللی دی.

د افغانستان د حکومت یوې معتبرې سرچینې کابل ته د قمر جاوید باجوه سفر تائید کړی خو په دې اړه یې ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د تېرې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړی پلاوی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي.

ښاغلي محب زیاته کړه چې له پاکستاني پلاوي سره د افغان چارواکو له خبرو وروسته به جزئیات له رسنیو سره شریک شي.

له دې وړاندې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني ویلي و که افغانستان نا ارامه وي پاکستان به هم نا ارامه وي او په وینا یې که پاکستان د افغانستان هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.

د افغانستان جمهور رئیس دغه راز ویلي که پاکستان د دوستۍ لار غوړه کړي نو ټولې منځنۍ اسیا ته لاسرسی موندلی شي او که په افغانستان کې د ناامنو دوام وغواړي نو دې هیلې ته نشي رسېدلی.

کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سفر په داسې حال کې شوی چې طالبانو نن د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویلي لنډمهالی اوربند د ستونزې د حل لاره نه ده او په دایمي اوربند یې ټینګار کړی خو د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG