د لاس رسي وړ اتصالات

آستن او باجوه د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې


د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن، او د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه، په یو تیلیفوني تماس کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۸ (غویي ۸) د یو بیان په خپرولو سره وویل چې ښاغلي آستن پدغه تیلیفوني تماس کې د امریکا او پاکستان پع دوړه اړخیزو خبرو ټینګار وکړ او د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یې د پاکستان د ملاتړ مننه وکړه.

د پنټاګان په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د سیمې په ثبات او امنیت هم خبرې کړي دي.

دواړو پوځي مشرانو همدارنګه د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو په وتلو هم خبرې کړي، خو نور جزیات ندي ورکړل شوي.

د هغې طرحې له مخې چې دوه اونۍ مخکې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن اعلان کړه ټاکل شوې چې په افغانستان کې د شاوخوا ۲۵۰۰ پاتې امریکایي سرتیرو د ایستلو بهیر د مۍ په لومړۍ نیټّ پیل شي او د سپتمبر په ۱۱ پای ته ورسیږي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اپریل په ۲۷ (غوایي ۷) د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو چارو کمیټې په یوه استماعیه غونډه کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول "ځانګړی" وباله او وویل چې واشنګټن د پاکستاني مقاماتو غوښتي چې د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره پر طالبانو باندې د خپل "پام وړ نفوذ" څخه استفاده وکړي.

هغه وویل: "د پاکستان مشرانو په څرګنده امریکایي مقاماتو ته په ټینګار سره ویلي چې د پوځي لارې د طالبانو د واک ته رسیدو ملاتړ نه کوي. زما په اند د پاکستان مشران دا درک کوي چې [په افغانستان کې] د یو پراخ داخلي جنګ په رامنځ ته کیدو سره نه یواځې افغانستان بلکه پاکستان هم د سختو پایلو سره مخامخ کیږي."

د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د سولې د تړون له مخې امریکا منلې وه چې د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې به ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه وځي خو امریکا وروسته وویل چې دا نیټه عملي نده.

بلخوا بیا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر ویلي چې د افغانستان د یو شمیر سیمو نه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي.

طالبانو ویلي و تر څو چې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه وتلي نه وي هغوي به په هیڅ داسې غونډې کې ګډون ونکړي چې د افغانستان د سولې په هکله جوړیږي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په طالبانو غږ کړی چې خپل سیاسي اهداف دې د مشارکت د لارې تعقیب کړي. ښاغلي غني نن چارشنبه ویلي چې افغانستان په حساس وضعیت کې دی او زیاته یې کړه چېباید له تیرو ترخو تجربو څخه په ګټې اخیستې د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیر نه کار واخیستل شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، "اوس چې هیواد یو ځل بیا په حساسو شرایطو کې دی، اړتیا ده چې له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې، د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیره کار واخلو."

په همدې حال کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې مخامخ خبرې هم په ټپه ولاړې دي. ټاکل شوې وه چې په همدې روانې میاشت کې د ترکیې د استانبول په ښار کې د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه جوړه شي خو طالبانو پکې خپل ګډون رد کړ.

XS
SM
MD
LG