د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان محکمه: پرویز مشرف تښتیدلی، شتمنۍ دې یې مصادره شي


پرویز مشرف د بینظیر بوتو د قتل په قضیې کې تورن گڼل شوی
پرویز مشرف د بینظیر بوتو د قتل په قضیې کې تورن گڼل شوی

د پاکستان د ترهگرۍ ضد محکمې د هغه هیواد پخوانی جمهور رئیس پرویز مشرف د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوتو د مړینې په قضیې کې د دخالت په تور فراري گڼلی او د هغه د شتمنیو د ضبط کولو امر یې کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د محکمې د یو مقام په وینا رپوټ ورکړی چې ښاغلی مشرف اوس "ورک" دی.

پرویز مشرف چې په کال ٢٠١٣ کې د میرمن بوتو د ترور په پیښه کې متهم گڼل شوی و پخپله یې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې ځان تبعید کړی و او هلته اوسیده.

محکمې همداشان پنځه تنه نور نارینه چې د طالبانو د ډلې جنگیالي گڼل شوي او د میرمن بوتو د قتل په توطیعې تورن شوي وو د جرم د اثبات لپاره د پوره اسنادو د نه شتون په وجه تبرئه کړل.

د اسوشیتیدپرس اژانس لیکلي چې یادې محکمې د پاکستان دوه پولیس منصبدار د "هغه پیښې د ناسم مدیریت په وجه" چې میرمن بوتو په کې ووژل شوه، هر یو په ۱۷ کالو بند او د ۵۰۰ زرو کلدارو په نغدي جریمې محکوم کړل.

د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه بینظیر بوتو په ٢٠٠٧ کال کې د راولپنډۍ په ښار کې په یوه انتخاباتي غونډه کې د گډون پر وخت په وسله واله برید کې ووژل شوه.

پرویز مشرف چې هغه وخت د پاکستان جمهور رئیس و د پاکستان د طالبانو د تحریک پخوانی مشر بیت الله محسود، د میرمن بوتو په قتل تورن کړ، که څه هم چې ښاغلي محسود په دغه پیښه کې لاس لرل سخت رد کړي دي. محسود په ٢٠٠٩ کال کې په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

په کال ٢٠١٠ کې د بینظیر بوتو د قتل د قضیې په اړوند د ملگرو ملتونو د سازمان په رپوټ کې د مشرف په مشرۍ حکومت په دې تورن شوی چې د میرمن بوتو د ځان ساتنه کې ناکام شوی دی او وویل چې د ښه امنیتي تدابیرو په صورت کې د هغې د مړینې مخنیوی کیدای شو.

XS
SM
MD
LG