د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان وايي تورخم باید ۲۴ ساعته پرانیستی وي


عمران خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا کار به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي
عمران خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا کار به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي

د پاکستان صدراعظم ویلي چې له افغانستان سره سوداګریزې او دوستانه اړیکې پراخوي.

عمران خان په خپل ټویټر کې له اړوندو پاکستاني حکومتي ادارو غوښتي چې په را روانو شپږو میاشتو کې دې د تورخم د ۲۴ ساعته پرانیستلو لپاره کار وکړي.

د پاکستان صدراعظم لیکلي "دا ګام د دواړو وروڼو هېوادونو د دوه اړخیزه سوداګري په غوړېدو او د خلکو ترمنځ د وروګلوۍ اړیکو په ځواکمنیدلو کېدو کې مهم دی."

د پاکستان صدراعظم په دوو ژبو انګلیسي او اردو باندې دا ټویټ کړی دی.

څه موده مخکې د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر زاهدالله شینواري ویلي وو چې په تورخم او سپین بولدګ کې د ځينو خنډونو او نورو ستونزو له کبله افغانستان ته دپاکستان صادرات له څه باندې دوه میلیارده ډالرو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته کم شوي دي.

په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې ورته شکایتونه افغان سوداګرو او پانګه والو هم کړي وو. افغانستان او پاکستان شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومټر لانجمنه پوله، د ډیورېنډ کرښه، لري چې تورخم، سپین بولدلک او غلام خان پکښې تر ټولو مهم سوداګریز بندرونه ګڼل کیږي. د کابل حکومت دا کرښه د "سرحد" په توګه نه پېژني.

دا مهال په تورخم کې د پاکستان ماموران د سهار له شپږو بجو څخه د شپې تر اتو بجو پورې کار کوي. همدا څو ورځې مخکې د ډیورېنډ په دواړو غاړو کې د پرتو قومونو یو شمېر مشرانو له اسلام اباد او کابل څخه وغوښتل چې هغوی ته له ویزو او پاسپورټ پرته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړې.

XS
SM
MD
LG