د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په پاکستان کې ۲۶ کسان مړه کړل


سیلابونو په پاکستان کې سلګونه کورونه هم زیانمن کړي
سیلابونو په پاکستان کې سلګونه کورونه هم زیانمن کړي

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه وتلي دي او لږ تر لږه ۲۶ تنه یې مړه کړي دي.

چارواکي وايي له سختو بارانونو ورسته په پاکستان کې سیلابونه وتلي چې یو شمېر کسان یې مړه کړي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

چارواکي وايي ۱۴ کسان په خیبرپښتونخوا کې مړه شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي. همدغه راز د بلوجستان ایالت د "لسبیله" په سیمه کې هم درې تنه مړه شوي دي، وايي دغلته ۲۰۰ کورونه هم زیانمن شوي دي.

د پاکستان پولیس وایي چې نهه تنه نور بیا د کورونو د غورځېدو په پېښو کې مړه شوي دي. په ملتان کې هم ځينې کورونه وران او ویجاړ شوي دي.

د بلوچستان ایالت د طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي د هغو کسانو د ژغورلو هلې ځلې یې پیل کړي دي چې په سیلابونو کې ګیر پاتې دي.

په پاکستان کې هر کال په دغه باراني موسم کې سیلابونه راوځي، یو شمېر منتقدین د پاکستان حکومت تورنوي چې په سیلابونو کې د انسانانو د مرګ ژوبلې او کورونو د ویجاړېدو او ورانېدو د مخنیوي لپاره هېڅ پلان نلري.

XS
SM
MD
LG