د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د امریکا او طالبانو د سولې توافق په درشل کې قطر ته تللی


د پاکستان صدراعظم عمران خان په داسې حال کې د پنجشنبې په ورځ قطر ته سفر کړی، چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ د فبروري په ۲۹مه امریکا او طالبان د دغه هېواد په پلازمینې دوحه کې د سولې توافق لاسلیک کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قُریشي ویلي، چې عمران خان به په دې سفر کې د قطر له امیر شیخ تمیم ابن حماد الثاني سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وضعیت خبرې وکړي.

د هغه پر وینا د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان مسولیت پای ته رسېدلی او هېواد یې "دغه ناممکن کار ممکن کړی دی".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې عمران خان به په دې سفر کې د قطر له امیر سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه هم خبرې وکړي.

خو ښاغلي قریشي ویلي، چې صدراعظم خان به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون ونکړي.

نوموړي د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې د انتخاباتو مسله باید د سولې د بهیر خنډ نشي.

XS
SM
MD
LG