د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم سبا کابل ته ځي؛ پر کومو مسئلو غږیږي؟


دا به لومړی ځل و چې ښاغلی عباسي افغانستان ته ځي
دا به لومړی ځل و چې ښاغلی عباسي افغانستان ته ځي

د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د افغان حکومت په رسمي بلنه سبا د جمعې په ورځ کابل ته سفر کوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل امریکا غږ آشنا ته وویل، د دغه سفر په ترڅ کې به افغان او پاکستاني چارواکي د سولې پروسې، امنیتي مسلو او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي فیصل کابل ته د پاکستان د صدراعظم دا سفر د دواړو هیوادونو د دولتونو په کچه د خبرو د پیل لومړنۍ غونډه وبلله او وې ویل "موږ به په دې سفر کې له پاکستان سره د دولت په کچه د رسمي مذاکراتو د پیل د لړۍ لومړنۍ جلسه ولرو، په دغو مذاکراتو کې د افغانستان د سولې او امنیت په ګډون له تروریزم سره پر مبارزه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ګډو اقتصادي فُرصتونو څخه پر ګټه اخیستنه باندې بحث کیږي".

افغانستان له دې وړاندې په کراتو ټینګار کړی وو، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره باید د دولتونو په کچه خبرې پیل شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند له دغو مذاکراتو څخه د مثبتو نتایجو د ترلاسه کولو هیله وښوده او وې ویل "موږ په دې هیله باندې مذاکرات کوو، ترڅو نتیجه واخلو، په دې موخه باندې دا خبرې پیلوو، چې د اعتماد فضا رامنځ ته شي او د اعتماد د فضا له ایجاد وروسته ګډو همکاریو باندې فکر وکولی شو".

ښاغلي فیصل د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ تیرو مذاکراتو ته په اشارې وویل، چې افغان لوری له دغو خبرو څخه زیاتې هیلې نه لري، خو له پاکستان سره د وضعیت د ښه‌والي او همکاریو د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې روانه اونۍ د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه پلاوو هم په کابل کې د سولې د عمل پلان پر سر خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دواړو لورو ترمنځ خبرو کې یو لړ پرمختګونه شوي دي.

په تیره مارچ میاشت کې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه د سفر پر مهال، د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ورکړه، ترڅو د دواړو هیوادونو د دولتونو په کچه رسماً خبرې پیل شي.

XS
SM
MD
LG