د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ټویټر د بندولو خبرداري سخت غبرگون پارولی


د پاکستان حکومت پداسې حال کې د ټویټر د بندولو گواښ کړی چې په دغه ملک کې د بیان د ازادۍ په ځبلو سختې نیوکې کیږي.

په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو هغه وخت د حقونو فعالانو سخت غبرگون وښود چې د پاکستان حکومت ټویټر ته د بندولو گواښ وکړ.

د پاکستان د مخابراتو دولتي ادارې ویلي دي چې ټویټر د دغه ملک د ادارو ضد د موادو خپرولو ته دوام ورکړیدی چې لدی کبله یې ورته اخیرې خبردارې ورکړیدی.

د مخابراتو ادارې د پاکستان سنا ته په یو سپارښتلیک کې لیکلې چی فیس بک او یوټیوب ته یې هم دغه ډول خواست کړې و چې منل شویدی خو ټویټر یې عارضې ته ځواب ندی ورکړی او اوس یې ورته اخیرې خبرداری ورکړېدی چې بند به یې کړي.

د مدني حقونو فعالې ماروي سرمد په خپل ټویټر ولیکل

"د دې باوجود چې دوي د "قام پرسته" ځورونکو یو ځواک لري، د پاکستان دایمي قدرت لرونکي په ټویټر د خپلې بیانیې د ماتې ویریږي"

ماروي سرمد امریکاغږ ته وویل چې دغه ټویټ یې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو ته په اشاره کړیدی ځکه هغوي دغه ډول کارونه کوي. هغې زیاته کړه "دا نوي خبره نده. پاکستان پخوا یوټیوب هم بند کړی و. او بیا په وروستیو کې خو پاکستان غواړي چې ټول قام په مکمله توگه غلی شي او هیڅ څوک هم د دوي په اړه منفي خبره و نه کړي. دا ډیره جالبه خبره هم ده چې دوي ولې دومره ویره لري."

په پاکستان کې د حقونو یو فعال فیشل بن خالد ټویټر ته ولیکل چې پکار نده هغوي د پاکستان د خبرداریو ویریږي

هغه ولیکل

"د پاکستان د حکومت د بیان د ازادۍ ضد اقداماتو سره موافقه و نه کړئ."

په پېښور کې وکیل او فعال سنگین خان په خپل ټویټر ولیکل چې ټویټر ته د بندولو خبردارې یوه ډیره جدي مسله ده او په پاکستان کې داسې هیڅ څوک نشته چې د دا ډول اقداماتو مخ نیوې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان ادارو په تیرو څو کلونو کې د خپلو مخالفینو د ځبلو لپاره په مطبوعاتو فشار اچولی چې داسې هیڅ ډول خبرونه او رپورټونه نه خپروي چې د پوځ او یا د استخباراتي ادارو ضد وي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG