د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ خبریالان ګواښي او بندي کوي- راپور


تصویر د پاکستان د پرس کلپ دی.
تصویر د پاکستان د پرس کلپ دی.

د پاکستان پوځ د ټاکنو په درشل کې د سیاسي نیوکو د مخنیوي لپاره د پاکستان رسنۍ او مطبوعات ترهوي او په ځینو پېښو کې یې ګواښلي هم دي.

په اترېش کې د مطبوعاتو خپلواک انستیتوت له پاکستاني رسنیو سره د دغه هېواد د پوځ د ناسم چلند په اړه راپور خپور کړی او ویلي دي چې په پاکستان کې یې د مطبوعاتو د ویرې او ترهې پېښې ثبتې کړي دي.

د دغه راپور په اساس د پاکستان پوځ د منتقدو رسنیو او مطبوعاتو ځینې مشران ګواښلي او ان په ځينو پېښو کې یې نیولي هم دي.

په راپور کې د پوځ له لوري د ګل بخاري او اسد کهرل د نیول کېدو خبره هم شوې ده. په راپو کې د پاکستان نظامي استخبارات هم پړه ګڼل شوي دي. تراوسه د پاکستان پوځ او استخباراتو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني مطبوعاتو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مظاهرو او غونډو په اړه هېڅ راپور نه دی ورکړی. د دغه غورځنګ مشرانو پاکستاني مطبوعات تورن کړي چې د اقلیتونو غږ نه منعکسوي. خو د مطبوعاتو ځینو چارواکو ویلي دي چې د پوځ له ویرې دا کار نشي کولی.

XS
SM
MD
LG