د لاس رسي وړ اتصالات

د طاهر داوړ جسد قبایلي مشرانو ته وسپارل شو


د پاکستان پولیسو افسر طاهر داوړ چې څه د پاسه دوه اونۍ مخکې په اسلام اباد کې تري تم شوی و او مړی یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه وموندل شو.

طاهر داوړ په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ کلک پلوي ګڼل کېدو.

د طاهر داوړ جسد د ننګرهار قبایلو ریاست کې د کوزې پښتونخوا یو شمېر مشرانو ته وسپارل شو او قومي مشران به یې په تورخم کې د داوړ کورنۍ ته وسپاري.

که څه هم ټاکل شوی وه چې د داوړ جسد به جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ ته وسپارل شي، خو راټولو شویو قومي مشرانو د ننګرهار له والي او نورو حکومتي چارواکو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې قومي مشران به دغه جسد تر تورخمه ورسوي.

امتیاز وزیر د شمالي وزیرستان اوسېدونکی او د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړی دی چې د طاهر داوړ د جسد انتقال لپاره ننګرهار ته راغلی و.

هغه وویل:" د پاکستان حکومت طاهر داوړ وژلی دی او وروسته یې جسد د ننګرهار موندرې ولسوالۍ کې غوځولی دی، موږ په دې لوبه پوهېږو چې دغه کار د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ کړی دی"

د شینوارو قومي مشر ملک دریا خان وویل:" دا جسد په داسې ځای کې موندل شوی دی چې هلته افغان حکومت هیڅ لاس نه لري، په سل مترۍ کې یې د پاکستان پوسته ده او هلته یې جسد غورځولی دی نو دا ټولې دنیا ته مالومه ده چې دا کار چا کړی دی."

د طاهر داوړ جسد به تورخم کې د هغه کورنۍ ته وسپارل شي.

تېره شپه د په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فیسبوک لایو کې ویلي وو چې د داوړ مړی به تورخم کې پاکستاني نظامیانو ته پرې نږدي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي به یې جسد انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG