د لاس رسي وړ اتصالات

په بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو په چاوڼۍ برید شوی


په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې چاوڼۍ باندې په وسله وال برید کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي او شپږ نور یې زخمیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دا برید تیره شپه د بلوچستان د مرکز کویټې ښار په ٢۴٠ کیلومترۍ کې په لورلایي ښار شوې دی.

د رپوټونو له مخې دغه جگړه د سه شنبې تر سهار پورې روانه وه او دا نده څرگنده شوې چې برید کوونکي هم پدې جگړه کې وژل شوي او که نه.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویاند محمد خراساني ویلي چې دغه برید د دوی جنگیالیو کړی دی.

د بلوچستان د لورلایي سیمه کې پښتانه اوسیږي چې د لویدیځ لورې د افغانستان پولې ته نژدې د قلعه سیف الله څنگ ته پرته ده او همداشان د ژوب سیمې ته نژدې ده، ژوب بیا د جنوبي وزیرستان سره په پوله پروت دی.

د بلوچستان ایالت په بلوڅ میشتو سیمو کې بلوڅ جلاغوښتونکې وسله والې ډلې فعالې دي، او ددې ایالت په پښتون میشتو سیمو کې د پاکستاني طالبانو اغیز زیات شوی دی.

د رپوټونو له مخې په ٢٠١٨ کې په بلوچستان کې د اوو ځانمرگو بریدونو سربیره ٢٧٧ ترهگریزې پیښې شوي دي چې ٣١١ کسان په کې وژل شوي او ٦٠١ تنه نور زخمیان شوي دي.

دا هم ویل شوي چې ددغو بریدونو زیاته برخه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو شوي دي.

رپوټ: جمیل خان، په کویټه کې د امریکا غږ خبریال

XS
SM
MD
LG