د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطینی میلیاردر په سعودي عربستان کې توقیف شوی


Arab bank
Arab bank

یو فلسطینی میلیاردر صباح المصري چې د یو ستر پور ورکوونکي عربي بانک رئیس هم دی په سعودي عربستان کې توقیف شوی دی.

ددغه فلسطیني میلیاردر د کورنۍ غړيو او دوستانو د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې ښاغلی المصري تیره اونۍ د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته د خپل سفر په ترڅ کې نیول شوی او ترې پوښتنې شوي دي.

ددغه میلیاردر د دوستانو او کورنۍ په وینا ټاکل شوې وه چې ښاغلي المصري په ریاض کې د پانگه اچونې د شرکتونو او سوداگرۍ د یوې غونډې مشري وکړي، خو ددې غونډه دمخه هغه نیول شوی دی.

هغوی دا هم ویلي چې ښاغلي المصري د هغه ماښامنۍ میلمستیا لغوه کړې چې ټاکل شوې وه له ریض نه له راتگ وروسته د سه شنبې په ورځ د خپلو دوستانو سره په کې گډون وکړي.

ښاغلی المصري په اردن کې یو مشهور پانگه وال او په هغه هیواد کې د هټلونو او بانکونو مالک دی.

د سعودي عربستان مقاماتو تر اوسه ددې فلسطیني میلیاردر د نیولو په هکله چې د سعودي تابیعت هم لري څه ندي ویلي.

ښاغلی المصري په داسې حال کې نیول کیږي چې په تیره یوه میاشت کې سعودي عربستان په لسگونو شهزاده گان او د هغه هیواد یو شمیر مخکني مقامات چې وزیران هم په کې شامل دي، د اداري فساد په گمان نیولي دي.

دغه توقیفونه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د قدرت د ټینگیدو یوه برخه گڼل کیږي.

ددغو ډله ییزو نیونو دلیل د اداري فساد پر ضد د مبارزې پلټنې ذکر شوی دي او ددغو پلټنو مشري د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په غاړه ده.

XS
SM
MD
LG