د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د اماراتو پر ضد نړیوالې محکمې ته عرض کړی


شاوخوا یو کال مخکې څلورو عربي هیوادونو د قطر سره خپلې هر ډول اړیکې پرې کړې
شاوخوا یو کال مخکې څلورو عربي هیوادونو د قطر سره خپلې هر ډول اړیکې پرې کړې

د فارس خلیج کوچني هیواد قطر د ملگرو ملتونو نړیوالې محکمې ته عرض کړی چې عربي متحده امارات د قطر او قطریانو پر وړاندې تبعیضي چلند کوي. خو عربي متحده اماراتو دغه تورونه رد کړي دي.

شاوخوا یو کال مخکې څلورو عربي هیوادونو د قطر سره خپلې هر ډول اړیکې پرې کړې او دغه هیواد یې د اقتصادي محاصرې سره مخامخ کړ.

د عدالت نړیوالې محکمې چې د هالند په هگ کې میشته ده د چهارشنبې په ورځ (جون ٢٧) د قطر د عرض په اړه خپله لومړنۍ غونډه پیل کړه.

قطر د روانې میاشتې په پیل کې محکمې ته خپله دعوا وړاندې کړه. دې هیواد دا کار یو کال وروسته له هغې وکړ چې څلورو عربي هیوادونو عربي متحده اماراتو، بحرین، مصر او سعودي عربستان د دیپلوماتیک کړکیچ په وجه له دوهه سره خپلې ټولې اړیکې وشلولې.

پدې ترڅ کې دغو څلورو عربي هیوادونو چهارشنبه اعلان وکړ چې دوی هم د قطر پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې ته عرض کوي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي د عدالت په نړیواله محکمه کې د یوې دوسیې بشپړ کیدل له میاشتو څخه تر کلونو پورې وخت نیسي. خو د قطر په شان حالاتو کې ښایي گړندی عمل وشي. د نړیوالې محکمې پریکړې نهایي دي او د ښکیلو اړخونو په اړه وي.

د خلیج کړکیچ د ٢٠١٧ کال د جون په پنځمه هغه وخت پیل شو چې بحرین، مصر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له قطر سره خپلې ټولې اړیکې ددې له امله پریکړې چې د هغوی په وینا دا هیواد ترهګرو ته پیسې ورکوي او له ایران سره تودې اړیکې لري.

د قطر او څلورو عربي هیوادونو روان کړکچ یواځې په دیپلوماتیکه کچه پاته نشو، بلکه په هغه هیواد یې ځمکنۍو هوایي او سمندري لارې وتړلې.

قطر وروسته له هغې چې دې هیواد ته د خوراکي توکیو دوو سترو صادرونکو هیوداونو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو خپل صادرات ودرول مجبور شو چې د ایران او ترکیې نه د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکي او د څښاک اوبه وارد کړي.

د قطر نه د څلور عربي هیوادونو عمده غوښتنو کې د الجزیره تلویزیون بندول، له ایران سره د اړیکو شلول او په خپله خاوره کې د ترکیې د پوځي اډې تړل شامل وو.

XS
SM
MD
LG