د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د اسیا د فوټبال اتل شو


د قطر د فوټبال ټیم د اسیایي هیوادونو د جام اتلولي درې د یو په مقابل کې د جاپان ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو وگټله. دا لومړی ځل دی چې قطر د اسیا قهرمان کیږي.

د اسیا د جام پایلوبه نن د جمعې په ورځ (فبرورۍ ١) د عربي متحده اماراتو په ابوظبي کې وشوه.

قطر د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټبال د جام وروستي پړاو ته مخه کړې وه او په وروستۍ لوبه کې یې جاپان ته درې د یو گول په مقابل کې ماته ورکړه. جاپان څلور ځلې د اسیا د ملتونو جام گټلی دی.

د قطر د ټیم گولونه د لوبې په ۱۲، ۲۷ او ۸۳ دقیقو کې په ترتیب سره علي، عبدالعزیز حاتم او اکرم عفیف ووهل.

د قطر د ټیم لوبغاړی علي المویز ددې تورنمنت تر ټولو غوره لوبغاړی شو او د فوټبال د نړیوال فدراسیون رئیس گیاني انفنتینو ورته د غوره لوبغاړي ځانگړی کپ ورکړ.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون رئیس گیاني انفنتینو غوره لوبغاړي ته د کپ ورکولو پر وخت
د فوټبال د نړیوال فدراسیون رئیس گیاني انفنتینو غوره لوبغاړي ته د کپ ورکولو پر وخت

د لوبې لومړۍ نیمایي ۲-۰ په مقابل کې پای ته ورسیده خو جاپانیانو په دوهمه نیمایي کې د لوبې په ۶۹ دقیقه کې گول وواهه.

ددې سیالۍ نتیجه هغه وخت څرگنده شوه چې د قطر ټیم د لوبې په وروستیو شیبو کې په ۸۳ دقیقه کې یو پینالتي ترلاسه او د دریم ځل لپاره یې د قطر د گول دروازه پرانستله.

قطر ددې جام په نیمه فاینل لوبه کې جنوبي کوریا ته ماتې ورکړې وه او جاپان د ایران نهه څلور د صفر په مقابل لوبه گټلې وه او پدې توگه وروستۍ لوبه د قطر او جاپان د ټیمونو ترمنځ وشوه.

جاپان چې تر اسوه څلور ځلې د اسیا جام گټلی دی پداسې حال کې چې قطر هیڅکله ددې جام وروستي پړاو ته هم لاره نه وه موندلې.

XS
SM
MD
LG