د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو، افغانستان ته څلور جنګي الوتکې ورکړې


د قاطع ملاتړ ماموریت (ناټو) له افغانستان سره د خپلو پوځي مرستو په لړ کې A29 ډوله څلور جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته ورکړې.

له افغان ځواکونو سره د امنیتي همکاریو په چارو کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان ډګر جنرال دیدریک د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۷ (وږي ۲۷) وویل چې اوس افغان ځواکونه په سمه توګه تجهیز او روزل شوي او دغه راز له تروریزم سره په جګړه کې یې د سولې لپاره زمینه مساعده کړې ده.

هغه زیاته کړه چې امریکا او ناټو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي ترڅو افغانستان یوځل بیا د تروریستانو په مرکز بدل نشي.

ډګر جنرال دیدریک وویل: "پر دغو څلورو الوتکو سربیره موږ د ۲۰۱۶ کال راپدېخوا ۱۸ A29 ډوله الوتکې تسلیم کړي دي او شپږ نورې هم د (۲۰۲۱) په فبروري کې تسلیموو".

دغه امریکايي جنرال زیاته کړه چې A29 الوتکې د افغان هوايي ځواکونو یو له ګړندیو، مجهزو او یرغلیزو الوتکو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال فهیم رامین وویل چې افغان هوايي ځواکونه د دغه هېواد په هره برخه کې د هوايي عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري او د بشري ځواک (پيلوټانو او انجینرانو) له پلوه هم په ځان بسیا شوی دی.

هغه زیاته کړه: "ټول عملیات په خپلواکه توګه د افغانانو له خوا کېږي او د شپې او ورځې له خوا د افغانستان په ټولو برخو کې ظرفیت موجود دی ترڅو موږ د خپلو ټولو ځواکونو ملاتړ وشو کولای".

جنرال رامین دغه راز وویل چې تر ۲۰۲۳ پورې به امریکا افغان هوايي ځواکونو ته چینوک دوله هلیکوپټرې هم ورکړي چې په وینا یې له دغو هلیکوپټرو څخه به په ځانګړو عملیاتو کې د ځواکونو او تجهیزاتو د لېږدولو لپاره استفاده وشي.

د A29 جنګي الوتکې چې سوپرټکانو هم نومېږي د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې دود شوي چې اوس په نوې ټکنالوژۍ او ۳۶ ډوله وسلو مجهزې شوي او د افغان هوايي ځواکونو په واک کې ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG