د لاس رسي وړ اتصالات

د میدان‌وردک د سیدآباد امنیه قومندان ووژل شو


د میدان‌وردک سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ امنیه قوماندان سید نضراب شاه او پنځه افغان سرتیري تیره شپه د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د میدان‌وردک والي محمدعارف شاجهان امریکا غږ – آشنا ته وویل، طالبانو تیره شپه د سید‌آباد ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له امله یې په دغې سیمه کې د نښتې له امله د کابل – کندهار لویه لاره تړل شوې ده.

د میدان‌وردک والي زیاته کړه "د سید‌آباد ولسوالۍ اوس د حکومت په کنترول کې ده او مرستندویه ځواکونه دغې ولسوالۍ ته رسیدلي دي، خو د سیدآباد ولسوالۍ امنیه قوماندان له ۵ سرتیرو سره وژل شوی دی او څلور نور سرتیري د طالبانو د تیرې شپې په برید کې ټپیان شوي دي".

د ښاغلي شاجهان پر وینا، طالبانو د سید‌آباد ولسوالۍ په څوو سیمو کې لومړۍ نمبر لویه لارې ته زیان رسولی او د دغې لارې په یو شمیر سیمو کې یې ماینونه ښخ کړي دي، چې له امله یې لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ترانسپورتي شرکتونو خاوندان د کابل – کندهار د لویې لارې تړل کیدل تائیدوي او وايي، چې له تیرې شپې راهیسې یې په دغې لارې مسافر نه دي لیږدولي.

د میدان‌ودرک د ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک وايي، چې وسله‌والو طالبانو تیره شپه د سید‌آباد د ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره نیولې وو.

ښاغلي هوتک وویل "طالبانو تیره شپه د ملي امنیت مدیریت او ددغې ولسوالۍ څو نورې ودانۍ سوزولي دي او دغه راز لویې لارې ته یې زیان اړولی دی".

د میدان‌وردک د ولایتي شورا دغه غړي زیاته کړه، چې په سید‌آباد ولسوالۍ کې اوسمهال د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د میدان‌وردک سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو په دې اړه یې کره شمیره څرګنده کړې نه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو بیان کې د سیدآباد ولسوالۍ د مرکز، امنیه قومندانۍ او د امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه ویلي، چې طالب جنګیالیو له افغان ځواکونو څخه وسلې او مهمات هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG