د لاس رسي وړ اتصالات

سمر: چارواکي دې په خپلو ویناو کې له تبعیضي څرګندونو ډډه وکړي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، له افغان دولتي چارواکو څخه وغوښتل، چې په خپلو ویناو کې انساني کرامت ته په درناوي له تبعیضي څرګندونو څخه ډډه وکړي.

د دغه کمیسیون رئیسي سیما سمر، چې د سې‌شنبې په ورځ (ډیسمبر پنځمه) یې په کابل کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل، له لوړپوړو دولتي مسولینو څخه هیله کوي، چې د داسې اصطلاحګانو له کارولو څخه ډډه وکړي، چې په کې انساني کرامت تر پښو لاندې کیږي.

آغلې سمر د ولسمشر غني له خوا د 'څادر اغوستلو' د اصطلاح کارولو ته په اشارې وویل "یعنې د څادر اغوستل یو ټیټ پړاو دی، یا د ټولنې دویم قشر دی، زه خواشینې یم چې په تالار کې ټولو ناستو کسانو په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزارت مسولینو په ډیر شوق سره چک چکې وکړې".

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په یوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل "هرڅوک چې ادعا کوي چې د هیواد یو عالي رتبه غړی یا د منځنۍ کچې مامور او یا نور د داعش سره ملګري دي، جرأت دې وکړي محکمې ته دې حاضر شي او خپله ادعا دې ثابته کړي او که نه څادر دې واغوندې".

د ولسمشر غني دې خبرې په ټولنیزو رسنیو کې د سیاسي او مدني فعالانو کلک غبرګونونه راوپارول، چې له امله یې افغان ولسمشر له ښځو څخه بخښنه وغوښته.

آغلې سمر زیاته کړه، یو شمیر نورو دولتي چارواکو هم په خپلو ویناو کې داسې څرګندونې کړي، چې له قانون څخه سرغړونه او انساني کرامت ته سپکاوی ګڼل کیږي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې دغه راز په افغانستان کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې د کچې پر زیاتوالي اندیښنه وښوده او ویې ویل، چې په دې وروستیو کې د دولت پلوه ځواکونو له خوا د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

هغې له ښکیلو غاړو څخه وغوښتل، چې د جګړې پر مهال منل شويو نړیوالو میثاقونو او اصولو ته درناوی وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د افغانستان د جزايي کوډ له جوړیدو څخه هرکلی وکړ او هغه یې د عدالت په تامینولو کې مهم ګام وباله.

ښاغلي یاماموتو وویل، په دغه کوډ کې د یو شمیر جرمونو لکه، شکنجه، بچه بازي، انساني قاچاق او بشري جنایتونو لپاره د سزا ټاکل مهم اقدام دی.

XS
SM
MD
LG