د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ سوریه کې د کیمیاوي وسلې برید کې روسیه او ایران گرم وبلل


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د برید پړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین او ایران پر غاړه اچوي او زیاتوي چې دغه هیوادونه به ددې برید "ستره بیه" ورکړي.

ولسمشر ټرمپ په بې ساري ډول ولسمشر پوټین غندلی دی او زیاتوي "ولسمشر پوټین، روسیه او ایران مسؤلیت لري ځکه چې د "ځناور اسد" د سوریې د ولسمشر ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ نن سهار په ټویټر کې په سوریه کې په دخیلو هیوادونو غږ کړی چې "د طبي مرستو او د پیښې ځای ته د څیړونکو لاره پرانیزی، دایو بې معنی انساني جنایت دی".

​ولسمشر ​ټرمپ نه دې ویلي چې امریکا به څه ډول عکس العمل وښیي خو د کورني امنیت او ترهگرۍ په چارو کې د هغه سلاکار تامس بوزارت اې بي سي نیوز ته وویل "په ټولو لارو چارو غور و فکر کولی شو"

ټرمپ یو ځل بیا د پخواني ولسمشر باکر اوباما تگلاره غندلې ده او وایي "که اوباما په خپل وخت د کیمیاوي وسلو د پخوانیو بریدونو ځواب ورکړی وای، اسو به د سوریې ناورین لا پخوا ختم شوی وای، او د ځناور اسد به د تاریخ کندې ته لویدلی وای".

د کیمیاوي وسلو برید

د سوریې د ختیځه غوطې په سیمه کې د شنبی په ورځ داسې بمونه پر ملکیانو وغورزول شول چې زهرجن کیمیاوي گاز یې لرل. په برید په لسهاو کسان وژل شوي دي. د ختیځې غوطې سیمه لاتراوسه پورې د یاغیانو په لاس کې ده.

د سورېې د ملي دفاع ډله چې امریکا ېې ملاتړ کوي لومړۍ ډله وه چې ددې پېښې ځای ته ورغلې ده. دغه ډله وايی دوه څلویښت تنه وژل شوې دي.

خو د سورېې د بشري حقونو د څارنې ډله وايی لږ ترلږ اتیا تنه ووژل شول. په دې کې شاوخوا هغه څلوېښت تنه هم شامل دي چی د ساه بندیدلو له امله وژل شویدي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي څرنگه چې روسیه د سورېې د حکومت بشپړ ملاتړ کوي نو ددغه وحشیانه برید مسوولیت چی بی شمیره ملکیان ېې په نښه کړي دی، ددوی په غاړه دی.

د کیمیاوي وسلو د متضررینو نښې

د سورېې امریکايی طبی ډلې اعلامیه وايی چی تر پنځو سوو نه زیات کسان چې زیاتره ېې ښځې اوماشومان دي روغتونونو ته انتقال وړل شوې دي.

د زیاترو ناروغانو علایم په ساه اخیستلو کې ستونزې، زندی کیدنه، له خولې د ځک راتلنه، او د سترگو سوخت تشخیص شویدي.

دغه اعلامیه وايی چی زیاتره مریضان د کلورین په څېر بوی کوي؛ د یوشمیر ناروغانو پوستکي شنه شوي دي او له اکسیجن نه ېې د هغوی د محرومیت څرگندونه کوله.

د دغو ناروغانو علایم د هغو ناروغانو له علایمو سره ډیر ورته دي چی د کیمیاوي وسلو پرې کارول شوې وي.

د بشارالاسد د حکومت دریځ

حکومت وايي څرنگه چې دوی په سرعت باندې د یاغېانو په سیمه کې پرمختگ کوی نو دېته ضرورت نلري چی کیمیاوي وسلی وکاروي.

دوما د سورېې پایتخت دمشق ته نیژدې ده او د ختیځ غوطې په نامه شهرت لري.

د سورېې حکومت وايی چی خپلې کیمیاوي وسلې ېې په ٢٠١٣ کال کې د امریکا اوروسېې په منځگړتوب په ختیځه غوطه کې له برید نه وروسته له منځه وړې دي.

XS
SM
MD
LG