د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د طالبانو د سفر "اړوند مسایل نهايي" شول


لا معلومه نه ده چې طالبان کله پاکستان ته ځي
لا معلومه نه ده چې طالبان کله پاکستان ته ځي

پاکستان وايي د افغان سولې په پرمختګ کې حیاتي رول لوبولی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته پر لار پاکستان کې هم تم شوی او هلته یې پر افغان سولې له چارواکو سره خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغان طالبانو سره پاکستان ته د دوي د سفر او پاکستاني چارواکو سره یې د خبرو اړوند مسایل نهايي شوي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره اونۍ واشنګټن کې له ولسمشر ټرمپ سره تر خبرو وروسته وویل چې له افغان طالب مشرانو سره به وویني.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل وویل "پاکستان له طالبانو سره د سولې په پروسې د ښه نیت او افغانستان او سیمې د سولې، ثبات او امنیت په برخه کې د نړیوالې ټولنې سره د ګډ مسولیت له مخې، اسانتیاوې برابرې کړې.- خو د پایداره ثبات لپاره به وروستۍ پرېکړه خپله افغانان کوي. "

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (اګست۱) خبریالانو سره خبرې کولې. لا معلومه نه ده چې افغان طالبان کله پاکستان ته سفر کوي. طالبانو هم ویلي وو که بلنه ورکړل شي پاکستاني چارواکو سره به د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.

پاکستان داسې مهال له افغان طالبانو سره د خپلو احتمالي مذاکراتو خبره کوي چې امریکا او طالبانو هیله ښودلې چې په قطر کې راتلونکي مذاکرات وروستي وي او یوې موافقې ته به ورسیږي.

افغان حکومت هم له طالبانو سره د خبرو لپاره د ۱۵ کسانو پلاوی ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG