د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي د وردګو د برید اصلي مسوول یې وژلی 

ملي امنیت وایي ملا نعمان په میدان وردګ کې د ملي امنیت د روزنې پر مرکز د برید اصلي طراح و
ملي امنیت وایي ملا نعمان په میدان وردګ کې د ملي امنیت د روزنې پر مرکز د برید اصلي طراح و

د افغانستان ملي امنیت وايي په برید کې یې د طالبانو قومندان وژلی خو د ولایتي شورا غړي وایي چې ملکیان وژل شوي دي.

افغان حکومت وايي په هوايي برید کې یې د طالبانو هغه کس وژلی چې دوه ورځې وړاندې یې د ملي امنیت پر یوه مرکز خونړی برید سمبال کړی و.‌

ملي امنیت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د نعمان په نامه دغه طالب قوماندان یې د چهارشنبې په شپه (جنوری ۲۳) په یوه هوايي برید کې وواژه، وايي برید د میدان وردګ په میدان ښار کې شوی دی.

طالبانو تېره اونۍ که د دوشنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت د ځواکونو د روزنې پر مرکز ډله ایز برید وکړ چې د چارواکو په خبره ۳۶ افغان امنیتي ځواکونه پکښې ووژل شول او شاوخوا ۵۸ نور پکښې ژوبل شول.

ملي امنیت وايي ملا نعمان د دغه برید اصلي پلان جوړونکی و.‌

په همدې حال کې طالبانو په یوې اعلامیې کې دا خبره رد کړې ده. نیویارک ټایمز د وردګ د ولایتي شورا د ځینو غړو له خولې لیکلي دي چې په دغه هوايي برید کې ملکیان وژل شوي دی.

د وردګ د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتګ نیویارک ټایمز ته ویلي " په دغه برید کې شپږ ولسي خلک وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی. موږ کولی شو چې د دوی جسدونه درته وښايو، تاسو په کې د قومندان نعمان جسد پیدا کړئ."

عیني شاهدانو ویلي دي چې وژل شوي کسان غره ته تللي وو چې ښکار وکړي خو برید پرې شوی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG