د لاس رسي وړ اتصالات

د میدان ښار پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر۳۶ تنو ته رسېدلی


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په میدانښار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پر مرکز په پروني موټر بم برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی دی.

ملي امنیت د «سلواغۍ میاشتې پر ۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه چاودنه کې ۵۸ نور سرتېري ټپیان شوي هم دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې یاده چاودنه د ولسي پاڅونکونو د روزنې پر مرکز چې د ملي امنیت اړوند و شوې ده.

بیان وايي چې د ملي امنیت د یادو سرتېرو له جملې یو شمېر یې تر چاودنې وروسته د ودانۍ د چت رالوېدلو له امله مړه او ټپیان شوي‌ دي.

پرون دوشنبه سهار اوه بجې وسله والو طالبانو د یوه هاموي ټانک په واسطه چې له چاودېدونکو موادو ډک و د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړې قطعې پر مرکز موټر بم حمله وکړه.

ملي امنیت ویلي درې ته نور حمله کوونکي چې تر چاودنې وروسته یې غوښتل دغه مرکز ته داخل شي د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي‌ دي.

د دغه مرګونې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

په میدان وردګ کې د ملي امنیت پر ځانګړو ځواکونو دغه موټر بم حمله ولسمشرۍ ماڼۍ، په کابل کې د امریکا سفارت او د پاکستان صدر اعظم عمران هم غندلې ده.

XS
SM
MD
LG