د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پولیسو پر یو مرکز د طالبانو برید


د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې طالبانو د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې د پوليسو پر یو لوی مرکز دوه موټر بم چاودنې او وسله‌وال برید کړی دی.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان امریکاغږ ته وويل له چاودنې وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۶ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تادین خان په وینا په دې نښته کې یو پوليس هم وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "پر وخت ځانګړي ځواکونه سیمې ته ورسیدل ۶ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه يې ټپیان دي دغه راز زموږ یو سرحدي سرتیری هم په پېښه کې وژل شوی".

خو د معروف ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې موټر بم چاودنو کې د یو سرحدي پولیس په ګډون پنځه سرتیري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

د معروف ولسوالۍ تر څنګ له تیرو دریو ورځو راهیسې د دغه ولایت په ډنډ، پنجوايي، ارغنداب او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو پراخو بریدونو د کندهار ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

خو د کندهار امنیه قوماندان وویل چې وسله‌وال طالبان په دغو بریدونو کې له ماتې سره مخ شوي دي.

تادین خان زیاته کړه: "په ټولو بریدونو کې دوی ته د سر دروند زیان رسیدلی درنې وسلې د شپې دوربینونه او وسایط يې نیول شوي او په کندهار کې يې ټول پلانونه ناکام شوی او زموږ قواوو يې په کلکه ځواب ويلی".

وسله والو طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د موټر بم چاودنو او جګړې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG