د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د طالبانو موټر بم برید مرګ‌ ژوبله اړولې


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د کندهار ولایت په خاکريز ولسوالۍ کې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې، افغان ځواکونو پر يوه مرکز موټر بم ځانمرګی بريد شوی.

د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند څارمن جمال بارکزي امریکا غږ ته وویل چې یو افغان سرتیری په دې برید کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.

خو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل په بريد کي لس تنه ګډ افغان ځواکونه وژل شوي، چي پوليس او د اردو سرتيري هم په کې شامل دي.

د کندهار د والي وياند بهير احمدي امریکا غږ ته وویل افغان ځواکونو هدف ته تر رسېدو مخکې ځانمرګی ویشتلی چې له چاوديدونکو توکو ډک موټر يې هم ور سره چاودلی دی.

هغه زیاته کړه چې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلوده او دوی له مخکې په دې خبر وو. د ښاغلي احمدي په وینا له چاودنې ورسته یو شمېر نورو وسله والو پر پوستو بریدونه کړي دي چې په شا تمبول شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ وایي چې بریدګر اوه تنه وو او ټول له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په خاکريز ولسوالۍ کې د ځانمرګي او وسله‌وال بريد مسوليت منلی او ګڼو افغان سرتيرو ته يې د مرګ‌ژوبلي اړولو ادعا کړې.

دغې ډلې همدا شان ویلي چې د موټر بم برید له امله د افغان ځواکونو قرارګاه په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

خاکريز د کندهار په شمال ۱۸۰کيلو ميتري له اروزګان ولايت سره پر پوله پرته نا امنه ولسوالي ده چي ګڼو برخو کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG