د لاس رسي وړ اتصالات

سرپل کې د صیاد د ولسوال پر کور د طالبانو برید


آرشیف

د سرپل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغه ولایت د صیاد ولسوال پر کور د طالبانو د برید په نتیجه کې دوه غیرنظامیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سرپل د والي ویاند امریکا غږ ته وویل، چې په دې برید کې د صیاد ولسوال ته زیان نه دی رسېدلی.

خو هغه زیاته کړه: "د ولسوال یو زوی او یو د تره زوی چې ملکي کسان دي وژل شوي او دوه ملکي وګړي او د ولسوال یو ساتونکی ټپي شوی دی".

د صیاد ولسوال حیات‌الله حیات د خپلو عقاربو د جنازې په مراسمو کې امریکا غږ ته وویل، چې طالبان د نوموړي د وژلو هڅه کوله خو پاتې راغلل.

په برید کې د صیاد د ولسوال کور ته هم زیان اوښتی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د صیاد ولسوالۍ د سرپل ولایت یو له مهمو سیمو څخه ده، چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG