د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکو د سرپل د سقوط خبرداری ورکړ


د سرپل ځینو چارواکو خبرداری ورکړی که چیرته مرستندویه ځواکونه دغه ولایت ته ونه لېږدول شي، د ولایت مرکز او ځینې ولسوالۍ به یې سقوط شي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د صیاد په ولسوالۍ او هغو سیمو باندي چې تیل او نفت لري، بریدونه وکړل. په دغه برید کې د ښاغلي اماني په وینا ۲۱ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي وویل چې د صیاد، سولاب دره، سنچارک او د سرپل لومړنۍ څلور لارې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

نوموړی وایي سره له دې چې له کابل نه یې په پرلپسې ډول د مرستو غوښتنې کړې دي خو په وینا یې لا کومه مرسته ورسېدلې نه ده. هغه وايي چې سیمه ییز ځواکونه له طالبانو څخه د سیمو د بېرته نیولو توان نلري او که حالت همداسې دوام پیدا کړي، ډیر ژر به جګړه د ولایت مرکز ته ورسیږي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویان مو پیدا نکړل چې په دې اړه خبرې وکړي. خو د ولسمشر ویاند ”شاه حسین مرتضوي“ امریکا غږ ته وویل "د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د طالبانو پر ضد د جگړې مشري کوي او باید په دې اړه ځواب ووايي".

XS
SM
MD
LG