د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې درې مخابراتي آنټنونه وران شوي


په افغانستان کې د موبایل ټلیفونونه څه باندې شل میلیونه سیم کارتونه پلورل شوي
په افغانستان کې د موبایل ټلیفونونه څه باندې شل میلیونه سیم کارتونه پلورل شوي

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو په تیرو دریو ورځو کې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د افغان بیسیم، ام ټي این او روشن مخابراتي شرکتونو څو آنټنونه له منځه وړي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل امریکا غږ آشنا ته د دغه خبر په تائیدولو سره وویل "په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو هوايي بریدونه زیات شوي دي، چې د هغوی (طالبانو) د مرګ‌ژوبلې د زیاتیدو لامل شوی دی او طالبان غواړي چې د مخابراتي آنټنونو په له منځه وړلو سره د خلکو ترمنځ ټيلیفوني اړیکې پرې کړي".

د غزني امنیه قومانداني وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو هوايي بریدونه له دغو مخابراتي آنټنونو سره هیڅ تړاو نه لري.

خو ویل کیږي، چې طالبان د مخابراتي آنټنونو په له منځه وړلو سره هڅه کوي، د افغان امنیتي ځواکونو او هغو کسانو ترمنځ اړیکې پرې کړي، چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.

چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د ام ټي این، روشن او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو درې آنټنونه د غزني ولایت د مرکز په آرزو، بابا یار او قلعتي سیمو کې له منځه وړي دي.

د دغو آنټنونو د له منځه وړلو له امله اوسمهال د غزني د ښار د یو شمیر سیمو د اوسیدونکو ټیلیفوني اړیکې پرې شوي دي.

د غزني ولایت اوسیدونکي اندیښنه لري، چې د دغه وضعیت په دوام سره او په دې برخه کې د حکومت نه پاملرنه به د دې لامل شي، چې یاد مخابراتي شرکتونه په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه په ټپه ودروي.

په دغه ولایت کې مدني فعال جمیل وقار وايي "څه موده وړاندې طالبانو مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی وو، چې له دې وروسته دې حکومت ته مالیه نه ورکوي، بلکې هغوی (طالبانو) ته دې مالیه ورکړي، د یوې مودې لپاره دا ستونزه حل شوې وه، خو دا ځل دغو آنټنونو ته اور ولګول شو، چې له امله یې زیاتې ستونزې پيدا شوي دي".

هغه زیاته کړه، چې پولیس په یو شمیر سیمو کې د مخابراتي آنټنونو له مرکزونو څخه د پوستې په توګه کار اخلي او دا د دې لامل کیږي، چې وسله‌وال طالبان آنټنونه له منځه یوسي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د دغې ډلې مشر خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې وه، چې د عام‌المنفعه ځایونو له تخریبولو څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG